Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

سر شميرنه: ډير اسټراليانو خپل عيسويت مذهب پريښی

د اسټراليا سر شميرنه اعلان شوه. سر شميرنه کې ويل شوي چې اسټراليايان ډير عمر لرونکي دي، له بيلابيلو کلتورونو څخه دي او په زړه پورې خبر دا چې ډيرو اسټراليايان خپل عقيدې يا مذهب له لاسه ورکړی.

Opera House
Public Domain-Opera House Source: Public Domain

سره لدې چې د سر شميرنې په شپه د انټرنيټي ويبپاڼې ستونزه پيدا شوه او د ميليونو په شمير اسټراليايان ونه توانيدل چې سر شميرنه کې ګډون وکړي ولې بيا هم ۹۵.۱ سلنه له اسټراليايانو څخه توانيدلي چې سر شميرنه کې ګډون وکړي او خپلواکو ادارو ويلي چې د سر شميرنې معلومات د کارونې وړ دي.

استړاليا کې په هرو دريو اسټراليايانو کې يو يې ويلي چې دوی هيڅ مذهب نه لري..

ډير له اسټراليايانو څخه خپل مذهب او عقيده له لاسه ورکوي او اوس اسټراليا کې له عيسويت څخه وروسته اسلام دويم ځای لري او بيا هندويزم او له هغه وروسته بودايي مذهب ډير لاروي لري. ولې که چيرې چټکۍ سره د ودې مذهب ته وکتل شي نو بيا هندويزم اسټراليا کې له نورو مذاهبو پر پرتله چټکی سره ودې حال کې ده چې دا ډيره کې د هنديانو اسټراليا ته مهاجرت له مخه راتګ ويلی شو.

Census 2016
Source: Supplied

اسټراليا کې نيمايي خلک يا خو باهر زيږيدلي او يا يې مور يا پلار له اسټراليا څخه باهر پيدا شوي.

۷۲ سلنه اسټراليايان په انګليسي ژبه خبرې کوي.

يو په ۶ اسټراليايانو کې له ۶۵ کاله ډير عمر لري..

د اسټراليا ډاروين، پيرټ او ملبورن ښارونه تر ټولو چټکی سره ودې حال کې دي..

اسټراليا کې اوسط د اونۍ عايد ۶۶۲ ښودل شوی او دې کې حکومتي مرستې هم شامله دي.

د سرشميرنې نور معلومات نږدې راتلونکي کې خپروو

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now