سریلانکا له افغانستان څخه دویمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۵۵ منډو په توپیر سره له افغانستان څخه دویمه یو ورځنۍ لوبه هم وکټله.

424648682_902341828562550_628546434965397733_n.jpg

سریلانکا له افغانستان څخه دویمه یو ورځنۍ لوبه هم وګټله Credit: Facebook / ACB

د افغانستان او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ د تېرې جمعې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوې.

په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې له ماتې وروسته، تېره شپه سریلانکا افغانستان ته په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم ماته ورکړه.

په دویمه لوبه کې د پچې له ګټلو وروسته، سریلانکا د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۳۰۹ منډو هدف و ټاکه، خو افغانستان دغه هدف پوره نکړ.
د سریلانکا لپاره چاریت اسلانکا ۹۷، کوشال مېنډس ۶۱، سدیرا سماراویکراما ۵۲ او جنېت ۵۰ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي ۳، نور احمد، قیس احمد او فضل الحق فاروقي یوه یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د توپ وهنې په برخه کې رحمت شاه ۶۳ او ابراهیم ځدران ۵۴ منډې ترسره کړې.

سریلانکا سره د یو ورځنیو لوبو له پیل مخکې د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ويلي وه چې د یوې غښتلې لوبډلې په څیر به یو وار بیا په یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي.

تر دې وړاندې دواړو لوبډلو ټیست سیالۍ ترسره کړه چې د سریلانکا په بریا پای ته ورسېده.

داوړه لوبډلې به له یوه ورځینو سیالیو وروسته درې شل اوریزې سیالۍ هم ولري.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service