د سریلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړی په سیډني کې د جنسي تېري په تور ونیول شو

د نیو ساوت وېلز ایالت پولیس وايي، د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی یې په سیډني کې د جنسي تېري په تور نیولی دی.

Police allege Sri Lankan international cricketer Danushka Gunathilaka sexually assaulted a woman in Sydney's eastern suburbs.

د سریلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړی په سیډني کې د جنسي تېري په تور ونیول شو Source: AAP / Eranga Jayawardena/AP

مهم ټکي:
  • د سریلانکا نړیوال کرکټر دانوشکا ګوناتیلاکا په سیډني کې پر یوې ښځې د جنسي تیري تور لګول شوی دی.
  • پولیس وايي، د دغې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
  • د سریلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړي، آسټرالیا ته د کرېکټ په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره راغلي.
د نیو ساوت وېلز ایالت پولیس وايي، د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی یې په سیډني کې د جنسي تېري په تور نیولی دی.

د سریلانکا د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی، دانوشکا ګوناتیلاکا د سیډني‌ په ختیځ کې پر یوې۲۹ کلنې ښځې د جنسي تیري تور لګول شوی دی.

پولیس وايي، له راپور وروسته یې د دغې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
د سریلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړي، آسټرالیا ته د کرېکټ په نړیوالو لوبو کې د ګډون لپاره راغلي.

پولیس وايي، دغه لوبغاړي د تېرې یکشنبې په ورځ، د ملګري پیدا کولو د اپلیکیشن له لارې له ښځې سره اړیکه نیولې او د چهارشنبې په ماښام یې لیدنه کړې.

پولیس دا هم وايي چې په دې موده کې دغو دوو کسانو یو بل ته غږیز او ویډیي پیغامونه استولي دي.

دغه ۳۱ کلن لوبغاړی د یکشنبې په ورځ د سیډني له یوه هوټل څخه نیول شوی دی.
د پاراماتا په محکمې کې د نوموړي ضمانت رد شوی، ټاکل شوې ترڅو د دوشنبې په ورځ د ویورلي سیمه ایز محکمه کې حاضر شي.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې دغه خبر تایید کړې او ویلي یې دي چې د خپل لوبغاړي د نیول کېدو په اړه ورته د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) خبر ورکړی دی.

اوسمهال په آسټرالیا کې د کرېکټ شل اوریز جام سیالۍ روانې دي، ټاکل شوې ترڅو د روانې نومبر میاشتې پر ۱۳ نېټه د دغو لوبو وروسته لوبه ترسره شي.

شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د سریلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړی په سیډني کې د جنسي تېري په تور ونیول شو | SBS Pashto