پرون سريلانکايي چارواکو د وژل شوو کسانو شمير له ۳۵۹ څخه ۲۵۳ تنو ته را ټيټ کړ او چارواکو ويلي، ځيني وژل شوي کسان دوه ځله شميرل شوي.
د وژل شوو کسانو شمير کې تيروتنې سريلانکايي حکومت له لا ډير فشار سره مخ کړی ځکه ډيري وګړي حکومت د يادو بريدو مخنيوي کې په پاتې راتلو تورنوي.
د سريلانکا روغتيا ادارې د وژل شوو کسانو نوی شمير د DNA معلومولو وروسته خپور کړ.
هندي استخباراتو له سريلانکايي چارواکو سره د کيدونکو بريدونو په اړه پټ معلومات شريک کړي ول ولې سريلانکايي چارواکو ډيره کې پر يادو معلوماتو غور نه وه کړی او د يادو بريدونو مخنيوي کې پاتې راغلل.
انګلستان، امريکا او اسټراليا خپلو وګړو ته سريلانکا ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی، ځکه اوس هم ګومان کيږي چې ياد هيواد کې به نور ورته بريدونه ترسره شي.
د تيرې اونۍ بريدونو کې ۳۸ بهرنيان هم وژل شوي چې په هغو کې ۴ اسټراليايان او يا د اسټراليا دايمي اوسيدونکي ول.
د سريلانکا امنيتي ادارو تر دې دمه ۷۴ شکمن کسان نيولې او ياد هيواد کې لا هم بېړنی حالت او ګرځبندیز پر ځای دی.
سريلانکا له يادو بريدونو وړاندې د ۳۹ هيوادو وګړو ته له ويزې پرته سفر کولو اجازه ورکوله چې په هغو هيوادو کې د اوروپايي ټولنې هيوادونه، اسټراليا، امريکا هم شامله ول ولې د می مياشت لومړۍ نيټې وروسته ياد هيواد ته پرته له ويزو سفر کولو باندې بنديز ولګيد.
د سريلانکا بريدونو پړه اسلامي دولت نومې ډلې په غاړه اخيستې.

