د آسټرالیا د امامانو شورا لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د روانې اپریل میاشتې ۱۳ نېټه (د سه شنبې ورځ) د روژې مبارکې میاشتې لومړی ورځ ده.
دغه پرېکړه د آسټرالیا د امامانو، د آسټرالیا د فتوا شورا او د آسټرالیا د لوی مفتي ترمنځ له مشورو وروسته اعلان شوې ده.
د امامانو شورا په اعلامیې کې همدا راز راغلي چې د امامانو شورا غړي د هغو امامانو او عالمانو نظر ته احترام لري چې له دغې پرېکړې سره همنظره ندي.
د آسټرالیا لوی مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د امامانو شورا له ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کړې ترڅو الله پاک ته دوعا وکړي ترڅو د کرونا وبا پای ته ورسېږي او په ټوله نړۍ کې سوله او امنیت راشي.