د کووېډ -۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره ارزان بیه درمل موندل شوي

ډېکسا میټازون لومړنۍ دوا ده چې کولای شي په کرونا وېروس د اخته کسانو ژوند وژغوري.

A close-up of a box of Dexamethasone tablets in a pharmacy on 16 June, 2020.

A close-up of a box of Dexamethasone tablets in a pharmacy on 16 June, 2020. Source: Getty

په بریټانیا کې څېړونکي پدې توانیدلي ترڅو داسې درمل پیدا کړي چې کولای شي د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنه وکړي. یاد درمل د ډېکسا میټازون (Dexamethasone) په نوم یادېږي چې ارزان بیه دي‌ او خلک کولای شي په اسانۍ سره ورته لاسرسۍ ولري.

ډېکسا میټازون لومړنۍ دوا ده چې کولای شي په کرونا وېروس د اخته کسانو ژوند وژغوري. د بریټانیوي څېړونکو دغه کار له کرونا وېروس سر د مبارزې په برخه کې مهمه ګام بلل کېږي.
د بریټانیا د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو، د یوې څېړنې پرمهال د ډېکسامیټازون درمل په روغتونونو کې په ۲۰۰۰ ناروغانو آزمایلي او ۴۰۰۰ نورو ته یې دغه درمل ندي ورکړي. د څېړنې په پایله کې موندل شوي چې د ډېکسامیټازون درمل کولای شي ۴۰ سلنه د مرګ کچه را کمه کړي چې دا خورا مهم پرمختګ دی.

تردې دمه په توله نړۍ کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېرې له ۸ میلونو کسانو څخه زیاتې شوي. شاوخوا ۴۴۰ زره کسانو د نړۍ په بېلابېلو هېواونو کې خپل له لاسه ورکړی او شاوخوا ۴ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان بېرته ښه شوي.


په اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb
سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کووېډ -۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره ارزان بیه درمل موندل شوي | SBS Pashto