د وېکټوریا پولیس لا هم د هغه سړي په لټه کې دي چې تېره ورځ یې دوه پولیس افسران ووژل

د ویکټوریا پولیس وايي، د پورپونکا شکمن وسله وال ډیزي فریمن لا هم نه دی نیول شوی او هغه له ځان سره درنې وسلې لري.

POLICE SHOOTING POREPUNKAH

The manhunt for an armed man who killed two police officers has continued into the night. Source: AAP / Simon Dallinger

د وېکټوریا ایالت پولیس تېره ورځ په پورپونکا (Porepunkah) کې یوه ملکیت ته ورغلي و ترڅو د تورن شخص د نیولو حکم عملي کړي چې برید پرې وشو.

پورپونکا د ملبورن شمال ختیځ ته شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لرې پروت دی.

د وېکټوریا ایالت د پولیسو په اعلامیې کې راغلي چې د پولیسو ۱۰ افسران تېره ورځ سهار د حکم د عملي کولو لپاره یاد ملکیت ته ورغلي و.

په اعلامیې کې راغلي: "دوه افسران په ډزو ووژل شول او دریم یې د بدن په ښکته برخه کې د ډزو له امله سخت ټپي شو."

"داسې انګیرل کیږي چې مجرم له هغه وروسته ملکیت پریښی او دا مهال د هغه ځای نامعلوم دی."
د وېکټوریا پولیسو ۵۶ کلن ډیزي فریمن د پولیسو په وژنې تورن کړی.

د ویکټوریا د پولیسو کمشنر مایک بوش ویلي، د پورپونکا شکمن وسله وال ډیزي فریمن لا هم نه دی نیول شوی او 'درنې وسلې لري'.

هغه وايي:"محتاط اوسئ. ځانونه خوندي وساتئ. مهرباني وکړئ که اړتیا نه لرئ بهر مه ځئ. موږ به د دې درنو وسلو لرونکي کس د موندلو لپاره هرڅه وکړو."

"مګر که تاسو داسې څه وګورئ چې ستاسو شک راپاروي، او تاسو فکر کوئ چې موږ باید پوه شو،
مهرباني وکړئ 000 ته زنګ ووهئ او سمدلاسه موږ ته ووایاست،"

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د وېکټوریا پولیس لا هم د هغه سړي په لټه کې دي چې تېره ورځ یې دوه پولیس افسران ووژل | SBS Pashto