د سعودي عرب سترې محکمې د سپوږمۍ ليدو وروسته دا اعلان وکړ چې جمعې ورځ د سپټمبر ۱ نيټه د لوی اختر لومړنۍ ورځ ده.
اندونيزيا، عردن او ماليزيا هم د اختر لومړنۍ ورځ جمعه د سپټمبر لومړنۍ نيټه اعلان کړه.
اختر د مسلمانانو ستر جشن دی او لوی اختر يا عيد الاضحى معنی قرباني ورکول دي او د قربانۍ جشن دی او هم د اختر لومړنۍ ورځ د حج دريمه ورځ وي.
شریکول

