Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

سعودي،عربي امارات،مصر او بحرين له قطر سره خپلې اړيکې پرې کړې

د عربي هيوادو ترمينځ ستونزه له هغه وروسته پيدا شوه چې د قطر يوې خبري سرچينې داسې رپوټ ورکړ چې ګواکې د قطر امير له ايران، حزب الله، او اسرايلو ملاتړی ښودلی.

SBS Pashto
SBS Pashto Source: SBS Pashto

الجزيره ټلويزيون رپوټ له مخه ياد خبر چټکۍ سره عربي اماراتو او سعودي ټلويزيوني کانالو خپور کړ او پر ياد خبر ګردي ميزونه جوړ شول او تاوده بحثونه ترسره کيږي.

سعودي عرب اعلان وکړ چې د قطر پوځيان دې له بحرين څخه ووځي او هم له قطر هيواد سره د څلورو سترو عربي هيوادو اړيکې پرې شوې.

قطر وايي چې د قطري ټلويزيون سيسټم باندې انټرنيټي بريد شوی وه او د قطر امير خبرې جعل سره ليکل شوي.

قطر حکومت د خپل امير يادې څرګندونې ردوي او وايي چې دا د دروغو خبر دی.

د سعودي عرب په مشرۍ د نورو عربي هيوادو لخوا قطر سره د اړيکو پرې کول به څومره پر عربي هيوادو او سيمه اغيز وشيندي دا به راتلونکې کې روښانه شي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now