دا بريد داسې مهال ترسره کيږي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوريې څخه خپلو ځواکونو ويستلو پريکړه کړې او دا يې هم ويلي چې سوريه کې يې دايش ډلې ته ماتې ورکړې.
يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې څلور امريکايي پوځيان په ياد بريد کې وژل شوي.
د ياد بريد مسوليت دايش ډلې منلی او ياده ډله وايي چې ياد بريد د يو ځانمرګي بريدګر لخوا ترسره شوی.
ياد بريد د بشارالاسد حکومت مخالفينو کنټرول لاندې سيمه کې تر سره شوی.
د امريکا دفاع وزارت بيا وايي چې يوازې دوه امريکايي سرتيري وژل شوي.
۲۰۱۵ کال راهيسې چې امريکا د سوريې جګړې کې ښکيل شو ياد بريد امريکايي پوځيانو لپاره تر ټولو خونړی بريد وه.
تيره مياشت ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له سوريې څخه به ټول امريکايي سرتيرې وباسي چې له ياد امر سره سم دا مهال د ۲۰۰۰ امريکايي سرتيرو ويستلو چارې پيل شوي.

