د اسټراليا نيو ساوت ويلز کې په دوه ورځو کې د يو کال په اندازه باران وشو

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې تير باد او باران ګټې او تاوان له ځانسره درلود. .

Wild weather warning for South East Australia

Archive image Source: Twitter (@angesoutham/@NSWAmbulance)

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت له مياشتو راهسې د اوبو له کمي سره مخ وه او هم وچې او ګرمې هوا د ځنګلونو اور رامينځته کړی.

ياد ايالت کې له تيرو دريو ورځو پرلپسې ورښتونو وروسته ډيرې هغه ستونزې حل شوی د کومو چې تمه هم نه کيده.

د اسټراليا ډيري ايالتونو کې د باران ورښت د ډيرو ارمان وه او د طبعي ستونزو حل هم له باران سره تړلی وه.

يواځې د ځنګلونو اور خطر خپريدو څو ورځې وروسته سيدني ښار او شاوخوا سيمو کې د ريکارډ په کچه باران وشو کوم چې نه يواځې لګيدلي اورونه يې مړه کړل بلکې سيدني ښار چې د اوبو له ستر کمي سره مخ وه دا کمی هم په دوو ورځو کې پوره شو.
Car drives on a flooded road in Marrickville, Sydney.
NSW주 지역 일대에 걸쳐 다음주까지 집중 호우가 내릴 것으로 예보됐다. Source: AAP
د سيدني ښار اوبو ذخيره چې تر ټولو ټيټې کچې ته رسيدلی وه يعنې ۴۲ سلنې ته راټيټه شوې وه له ډير ورښت وروسته دا مهال ذخيره نږدې ۷۰ سلنې ته لوړه شوه.

سيدني او شاوخوا سيمې يې د ۲۰۰ ملي مترو څخه تر ۴۰۰ ملي مترو د باران وريدو شاهده وه.

يادو سيمو کې باران له تيرې جمعې ورځې څخه پيل تر دوشنبې پورې ورښت دوام وکړ او په پام کې ده چې د دوشنبې ورځ مازديګر وروسته به د باران ورښت پيل او د روانې اونۍ تر پايه به دوام ومومي

How wet in #Sydney? Preliminary information indicates that over the past 4 days 391.6 mm of #rain fell - the wettest since 414.2mm fell from 2-5 Feb in 1990.
چارواکي وايي، سيدني ښار کې د يو کال ورښت په اندازه باران ووريد او يواځې تيرو ۷ ورځو کې ۲۲.۳ سلنه د اوبو ذخيرې کې ډيروالی راغئ.
warragamba
Source: Water NSW


 سيدني ښار کې راوتلو سيلاونو خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي او اوبو خطر له امله دځينو سيمو اوسيدونکو ته ويل شوي ترڅو دې خپل کورونه پريږدي.

 


شریکول

خپور شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service