Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا تر ټولو لوی جومات ته په لوړ غږ اذان ورکولو اجازه ورکړل شوه

د اسټراليا تر تولو لوی جومات به لدې وروسته ټوله روژه په لوړ غږ اذان خپروي. دا اجازه د کويډ-۱۹ لپاره له مسلمانانو سره خواخوږي لپاره ورکړل شوې.

News
A notice advices the Lakemba mosque closer due to coronavirus hang on a fence on the first day of the holy month of Ramadan in Sydney. Source: SAEED KHAN/AFP via Getty Images

د اسټراليا تر ټولو لوی جومات چې يو وخت کې پکې تر ۵۰،۰۰۰ کسانو لمونځ کړی د لکيمبا په نامه يادېږي او د اسټراليا سيدني ښار کې موقيت لري.

ياد جومت ته لومړي ځل لپاره ټوله روژه کې په لوړ غږ د آذان ورکولو اجازه ورکړل شوې او حکومت وايي، دا اجازه يې له مسلمانانو سره د کويډ-۱۹ بنديزونو او محدوديتونو لپاره خواخوږي لپاره ورکړې.

په لوړ غږ د لاوډ سپيکرو له لارې آذان له  چهار شنبې ورځې پيل د روژې مبارکې مياشت تر پايه به ادامه ولري. اسټراليا کې د مسلمانو لبنانيانو ټولنې مشر چې ياد جومات هم سمبالوي له اس بي اس اس عربي پروګرام سره خبرو دوران کې وويل، حکومت ورته هر ماښام تر روژې مياشت پای پورې لاوډ سپيکر له لارې د اذان ورکولو اجازه ورکړې.

د روژې مبارکه مياشت مسلمانانو ته ځانګړې ځای لري او روژې دوران کې عبادت کوونکي جوماتونو کې تراويح او هم نورو عبادتونو ته راټوليږي، ولې د سږ کال روژه ډيرو لپاره نوې بڼه لري ځکه شته محدوديتونو له وجې ډيرو اسلامي هيوادونو کې جوماتونه تړل شوي او خلکو ته کورونو کې پاتې کيدو سپارښتنه شوې.

Muslims around the world will observe the holy month of Ramadan under lockdown and tight restrictions due to the coronavirus outbreak that has paralysed entire countries.
由於齋戒月適逢新冠病毒大流行,慶祝情況肯定不如以往般熱鬧。 Source: Image by Ahmad Ardity from Pixabay

سيدني ښار کې د مسلمانانو ټولنه وايي، د روژې مبارکې مياشت او بيا د کرونا ويروس وبا دوران کې په لوړ غږ د اذان ورکولو اجازه ځانګړی ځای لري.

اسلامي هيوادونو کې اذان په لوړ غږ او ۵ وخته کيږي، ولې بيا ډيرو غيرو اسلامي هيوادونو کې لکه اسټراليا په لاوډ سپيکر اذان کول عادي نده او نه هم تر دې مخې دومره مودې لپاره اوريدل شوی.

تيرو روژو مياشتو کې به ياد جومات ته هره شپه ۱۰،۰۰۰ کسان لمانځه او تراويح لپاره تلل، ولې اوس د کويډ-۱۹ خپريدو له ويرې ټول اسټراليا کې جوماتونه تړل شوي.

دا مهال د اسټراليا ډيرو جوماتونو امامان انلاين له لارې مسلمانانو ته د قران ختم او نور بيانونه وړاندې کوي.

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS Arabic 24, SBS Pashto


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now