د اسټراليا لوی سيدني ښار پر اوسيدونکو د اوبو محدوديت کې لږ څه نرمي راغلې او د نيو ساوت ويلز حکومت وايي، دا محدوديت په بشپړ ډول ندی لرې شوی ځکه حکومت به د هوا حالات څاري او راتلونکي کې کيدای شي لګول شوی محدوديت په بشپړ ډول لرې کړي.
د نيو ساوت ويلز ايالت د اوبو چارو وزيرې ميلينډا پيوي وويل، د سيدني ښار اوسيدونکو باندې د اوبو کارونې محدوديت د مارچ مياشت لومړۍ نيټې څخه له ۲ څخه ۱ ته راټيټ شو.
د اوبو کارونې ۲ درجې محدوديت کې اوسيدونکو نشو کولی چې خپل کور بوټو ته اوبه ورکړي يا موټر پريمينځلو لپاره له اوبو پيپ څخه کار واخلي او هم کله ځمکه پر اوبو پريمينځي.

Heavy rain in February saw dam levels rise by more than 20 percentage points, with enough water for as much as 150,000 Olympic-size swimming pools. Source: AAP
سيدني لوی ښار کې له تمې لرې د فبروري مياشت کې ډير ورښت د اوبو زيرمه لوړه کړه او نږدې ۴۰ سلنې څخه اوس د اوبو زيرمه ۸۰ سلنې ته لوړه شوه.
د اوبو چارو وزيرې په وينا، تير ځل د ياد ښار اوبو زيرمه په کال ۲۰۱۸ اپريل مياشت کې ۸۰ سلنې ته لوړه شوې وه او له هغې وروسته ډيرې چټکۍ سره د اوبو سطحه کمښت خواته روانه وه او هره اونۍ به ۰.۵ سلنه د اوبو سطحه راښکتنه کيده.
د اوبو کارونې ۱ درجه محدوديت کې تاسې کولی شئ چې د سهار لسو بجو څخه مخکې او د مازديګر ۴ بجو څخه وروسته خپل د کور بوټو ته اوبه ورکړئ او يا مو موټر د اوبو له پايپ سره پريمينځئ.
د اوبو پايپ خوله کې مو بايد د اوبو فشار اله لګيدلې وي.
که چيرې د اوبو کارونې له ۱ سطحې محدوديت څخه سر غړونه وشي نو ۲۲۰ ډالر جريمه کيږئ او بيا کاروبارونه تر ۵۵۰ ډالرو جريمه کيږي.
د اسټراليا لوی سيدني ښار کې د اوبو ۲ سطحه محدوديت د تير کال ډيسيمبر مياشت کې لګيدلی وه چې دا محدوديت د روان کال مارچ مياشت لومړۍ نيټې څخه ۱ سطحې ته راټيټ شو.