سريلانکا
سريلانکا لوبډله د د تير ۲۰ اوريز نړيوال جام اتله لوبډله ده، ولې که د يادې لوبډلې وروستي حالت ته وکتل شي نو ډيرې هيلې له ځانسره نه لري. سريلانکا لوبډلې له تيرو ۱۴ لوبو څخه يې يوازې څلور لوبې ګټلي ولې تاريخ دا ښودلې چې د سريلانکا لوبډله هر وخت له تمې پورته لوبې تر سره کوي.
اوس وخت کې سريلانکا لوبډله يوازې ملينګا باندې تکيه ده چې کيدای شي د ګټلو چانس يې ډير کړي.

ويسټ انډيز
د ويسټ انډير لوبډله په اصل کې که په نورو برخو کې ښه نه ځليږي ولې ۲۰ اوريزو لوبو کې يې تل ښې لاسته راوړنې لرلي.
يادې لوبډلې د ۲۰۱۲ کال اتلولي هم ګټلې، ولې بيا په تيرو ۱۲ مياشتو کې يې يوازې ۲ د ۲۰ اوريزې نړيوالې لوبې کړي چې دې سره اوس دا ستونزمنه ده چې وويل شي چې آيا ياده لوبډله به ښه وځليږي او که نه؟
جنوبي افريقا
تير کال نړيوال جام په سياليو کې د جنوبي افريقا لوبدلې بې څارې لوبه وکړه او نيمه پايلوبو ته يې ځان ورساوه،جنوبي افريقا نيمه پايلوبه کې له نيوزيلانډ لوبدلې ماتې وخوړه. د جنوبي افريقا لوبډلې د توب وهنې کتار ډير پياوړی دی. جنوبي افريقا تير اکتوبر مياشت کې هند څخه ۲-۰ لوبه وګټله او همدا رنګه کوربه هيواد ته يې په يوه دوستانه لوبه کې هم ماتې ورکړه چې دې سره يې خپل دريځ روښانه کړ.
انګلستان
انګلستان لوبدله هم د شل اوريزو لوبو يوه اتله لوبډله پاتې شوی او په کال ۲۰۱۰ کې يې شل اوريز نړيوال جام ګټلی. د انګلستان لوبډلې وروستيو نړيوالو لوبو ته په کتو دا به ستونزمنه وي چې څوک ووايي ياده لوبډله په روانو سياليو کې ښه ولوبيږي او که نه؟ ولې دا ځل انګلستان لوبډله له پياوړي توب وهنې کتار سره کيدای شي چې حيرانوونکې لوبه وکري.
افغانستان
افغانستان زيمبابوی لوبډلې ته په لومړي مرحلې کې ماتې ورکولو سره د نړۍ ۱۰ پياوړو لوبډلو کتار کې ځای پيدا کړ. افغانستان لوبډلې په لومړي مرحلو لوبو کې ډيره باوري لوبه وکړه.
هر کله چې افغانستان کومې نړيوالې لوبې ته ووځي نو د ډيرو رسنيو سر ټکي جوړوي، افغانستان لوبدله دا مهال هند کې هم ډير مينه وال موندلي او ډير خلک د افغانستان لوبه له مينې سره ګوري. د افغانستان توب وهنې کتار کې اصغر ستانکزی، محم شهزاد، محمد نبي او توب اچونې کې حميد حسن او شاپور ځدران به خپل ګروپ لوبډلو پر وړاندې ډير حيرانووکي ثابته شي.

هند
هند چې د روانې اتلولۍ کوربه دی هغه يوازينی هيواد هم دی چې خپل په خاوره کې يې د يو ورځني لوبو نړيوال جام ګټلی.
هند په کال ۲۰۱۱ کې يو ورځني سياليو نړيوال جام خپل کړ.
هند لوبو ته په تيرو څو مياشتو کې په کتو ياده لوبډله ډيره پياوړې ده او هم اوس وخت کې دا امتياز هم لري چې خپل په خاوره کې چې دوی ورسره اشنايي لري اوسني نړيوال جام کې لوبيږي.

اسټراليا
د اسټراليا لوبډله پينځه ځله د يو ورځنيو لوبو اتلولي تر لاسه کړې.
روانو سياليو کې اسټرليا هم يو له ډيرو تکړه لوبډلو څخه ده چې غواړي اتلولي خپله کړي. د اسټراليا توب وهنې کتار هم ډير پياوړی دی. د اسټراليا لوبغاړي تر ډيره حده د هند له لوبغالو حالت سره اشنا دي او دوی ته به چاپيريال ډير نوی نه وي.

پاکستان
پاکستان لوبډلې هم د شل اوريزو نړيوال جام په کال ۲۰۰۹ کې ګټلې او که يادې لوبدلې ته وکتل شي نو په ټولو سيالو لوبډلو کې د پاکستان لوبډله نه اټکليدونکی حالت لري. د پاکستان او هند لوبډلو تر مينځ لوبې په اړه د پاکستان حکومت ځيني امنيتي ستونزو په اړه انديښنه ښودلې نو ځکه د دواړو هيوادو لوبه اوس بل ښار کلکته کې تر سره کيږي.
پاکستان اړخ کې شاهد افريدي، محمد حفيظ، شعيب ملک، احمد شهزاد او عمر اکمل هغه لوبغاړي دي چې د ښې لوبې هيلي له ځانسره لري.
نيوزيلانډ
نيوزيلانډ پخواني او تکړي کپتان تقاعد وروسته اوس يادې لوبډلې ښې لوبو ته بايد په تمه اوسو ځکه د نيوزيلانډ لوبډله په داسې حال کې هند ته ورسيدله چې لا کومه دوستانه لوبه يې هم نده تر سره کړې. د نيوزيلانډ لوبډله پر خپلو ال رونډرانو ولاړه ده او په پام کې ده چې نړۍ ته خپله زړه راښکونکې لوبه وړاندې کړي.
بنګله ديش
که چيرې تاريخ يوځل بيا تکرار شي نو بيا بنګله ديش بايد لوبه وګټي.
بنګله ديش لوبډلې وروستيو لوبو کې پاکستان، هند، جنوبي افريقا او هم زيمبابوې لوبډلو ته ماتې ورکړې. اسيا جام سياليو کې بنګله ديش پاکستان او سريلانکا ته ماتې ورکړه او پای لوبو ته يې لار وموندله.
د بنګله ديش لوبې به روانو سياليو کې د ليدو وړ وي.


