د کريکټ سيالي لا اوس هم روانه ده د اس بي اس راډيو پښتو خپرونه خپلو اوريدونکو ته دا چانس ورکوي چې د انځورونو سيالۍ کې ګدون وکړي او د Westfield کوپون يا ډالۍ چې ۲۵۰ ډالرو ارزښت لري وګټي.
يوازې تاسې خپل انځور يا عکس مونږ سره شريک کړئ چې څنګه تاسې د نړيوال جام کريکټ لوبې اسټراليا کې ګورئ، دا انځور کيدای شي چې په هر ځي کې وي.. کور بازار، ملګرو سره او نور..
ستاسو انځورونه به د ټاکل شوی کميټې لخوا ارزول کيږي او ۳ غوره انځورونو ته به د Westfield ۲۵۰ ډالرو کوپون ورکول کيږي.

څنګه تاسې کولی شئ چې ګډون وکړئ.
۱: خپل انځور واخلئ او دا په هغه وخت کې چې تاسې د شل اوريز جام سيالي ګورئ، تاسئ خپل انځور په هر ځي او حالت کې اخيستلئ شئ.
۲: خپل انځور مونږ ته د فيس بوک او ايمل له لارې وليږئ www.facebook.com/sbspashto
فيس بوک کې ليږلو وخت کې #T20SBSRadio خپل پيغام کې هم وليکئ.
يا خپل انځور پر Pashto.program@sbs.com.au باندې راواستوئ.
بس همدومره..
دا بايد په ياد ولرئ چې دې سيالۍ کې يوازې اسټراليا کې ميشت اوريدونکي ګډون کولی شي.

د ګډون شرايط پدې لينک کې موندلی شئ terms and conditions.

