شل اوريز نړيوال جام: هند له پاکستان څخه يوه په زړه پورې لوبه وګټله

هند پاکستان ته له يوې په زړه پورې لوبې وروسته پداسې حال کې ماته ورکړه چې ډيرو آتکل کاوه چې پاکستان لوبه ګټي.

India v New Zealand  ICC Cricket World Cup 2019 Warm Up

Source: Getty / Jordan Mansfield/Getty Images

اسټراليا ملبورن ښار کې پاکستان او هند د نړيوال جام لومړۍ لوبه کې له يو بل سره مخ شول.

دا لوبه د ملبورن ښار په وخت ۷ بجې د ماښام پيل شوه او له ګڼو ايالتونو ته سلګونو زرو کسانو يادې لوبې ليدو ته له نورو ځايونو سفر وکړ.

لومړی توب وهنه پاکستان وکړه او په ۲۰ اورونو کې يې د ۸ لوبغاړو سوځيدو سره د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

پاکستان لخوا توپ اچونې سره داسې بريښيده چې تر ۱۵ اور پورې لوبه د پاکستان په ګټه روانه وه ځکه پاکستاني توپ اچوونکو هند لوبډله له ستر فشار سره مخ کړې وه.

هند د ستوري توپ وهونکي ويرات کولي په مټ وشو کولی چې لوبه وروستي اور ته ورسوي او پاکستان ته په څلورو ويکټو ماتې ورکړي.

ويرات کولي کولي ۸۲ منډو سره ناسوځيدلی پاتې شو او هند ته يې لوبه وګټله.

دا لوبه په MCG لوبغالې کې له ۱۰۰ زرو څخه ډيرو د کريکټ مينه والو وليده.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now