د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی له حاکمیت وروسته د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع اعلان شوي دي او د یاد وزارت په چوکاټ کې د سیاسي احزابو ریاست هم لغو شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، هغه سیاسي ګوندونه چې په تېر حکومت کې ثبت شوي وو او اوس بیا د خپلو ګوندونو په استازیتوب خبرې کوي او دریځونه نیستي، خبرداری ورکوي چې د بیا فعالیت په صورت کې ورسره قانوني او شرعي چلند کیږي.
د طالبانو عدلیې وزارت همدارز ویلي چې په افغانستان کې یوازې خیریه بنسټونه د فعالیت جواز لري او که چیرې مدني ټولنې فعالیت وکړي سخت قانوني چلند به ورسره وشي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت غیرقانوني توب داسې مهال ټینګار کوي چې په تازه مورد کې دغې ډلې په کندهار ولایت کې درې تنه د سیاسي فعالیت په خاطر په یوه پوځې محکمه کې محاکمه او په حبس يې محکوم کړي ډي.
خپاره شوي راپورونه ښيي چې د دغو کسانو له ډلې څخه دوه تنه د سیاسي فعالیت په تور هر یوه په ۱۵ کاله بند محکوم شوي. مګر د دریم کس د بند د مودې په اړه معلومات ندي خپاره شوي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

