طالبانو د ځينو سرحدي سيمو نيولو وروسته ادعا کړې چې د افغانستان پر ۸۵ سلنې خاورې حاکميت لري

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، افغان امنيتي ځواکونه ددې توان لري چې روان حالات کابو کړي ولې نوموړي د حالت روان حالت لا ډير خرابيدو خبر کړې.

An Afghan National Army soldier stands guard at the Bagram Air Base gate.

An Afghan National Army soldier stands guard at the Bagram Air Base gate. Source: EPA

مسکو کې د طابانو او سيمې هيوادونو استازو له ناستې وروسته طالب چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره واک لري او له ايران او ترکمنستان سره نښليدونکي سرحدي سيمې يې نيولي.

د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان دومره پراخ پوځي عمليات ترسر کوي او يو شمير ولسوالۍ يې له افغان حکومت څخه نيولي.

د جمعې په ورځ د امريکا ولسمشر جو بايډن وينا وروسته طالبانو وويل، جنګياليو يې د افغانستان لويديځ کې دوه سرحدي سيمې نيولي او له يادو سيمو څخه ايران، چين او نورو ګاونډو هيوادونو سره تګ راتګ کيدلی شي.

 

مسکو کې له څو اړخيزو ناستو وروسته طالبانو ويلي، افغانستان کې له ۴۰۰ وسلواليو او سيمو څخه يې ۲۵۰ نيولي، ولې افغان حکومت بيا دا ادعا په کله ردوي او دا د طالبانو منفي تبليغات بولي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له AFP رسنۍ سره مرکه کې ويلي، طالبانو له ايران سره سرحدي سيمه اسلام قلعه او ترکمنستان سره سرحدي سيمه تور غونډی نيولي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين بيا وايي، افغان امنيتي ځواکونه هڅه کوي ترڅو طالبانو لاسته غوځيدلې سيمې بيرته ونيسي.

افغان دولت وايي، طالبانو يوازې هغه سيمې نيولي کوم چې ستراتيژيک ارزښت نه لري.

د امريکا ولسمشر د جعمې په ورځ خپل وينا کې وويل، افغانان بايد خپلو منځو کې سره جوړ شي او امريکا به خپل ټول پوځيان تر اګيسټ مياشت ۳۱ نيټې پورې افغانستان څخه بهر کړي.

ولسمشر بايډن وويل، امريکا ب خپل سفارت او مګرو هيوادونو سفارتونو او چارواکو خونديتب لپاره ۶۵۰ پوځيان افغانستان کې شاته پريږدي.

ښاغلي بايډن وويل، د افغانانو يووالی او سره راټوليدل کولی شي اوسنی وضعيت بدل او سم لور ته يوسي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
طالبانو د ځينو سرحدي سيمو نيولو وروسته ادعا کړې چې د افغانستان پر ۸۵ سلنې خاورې حاکميت لري | SBS Pashto