طالبانو له بيلابيلو برخو پر کندوز ښار برید کړی

د ځينو راپورونو له مخې، طالبانو د د کندوز پر مرکز له له بيلابيل څنډو بریدونه کړي او ددې ښار ځینې سیمې یې نیولي دي.

AFP

AFP Source: AFP

ويل کيږي چې نن سهار وختي طالبان د کندوز ښار په درېیمه ناحیه کې "سه درک"، "قهوه خانه"، "کوته ګرد" او "زاخېل" سیمو ته ننوتل، ادو سيمو کې جګړه لا هم روانه ده.

ويل کيږي طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګر نيولی او له هګه ځي څخه جګړه کوي .

حکومتي چارواکو وايي چې طالبانو د کندوز ښار پر ځينو سيمو بريد کړی ولې د دولتي ځواکونو له شدید مقاومت سره مخ شوي دي.

طالبانو د اعلامیې په خپرولو ادعا کړې پر کندوز ښار یې له څلورو خواوو یرغلیز بریدونه کړي او د ښار څو سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

تراوسه د جګړې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now