'زمونږ خوبونه خاورو لاندې شول': ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې

د طالبانو حکومت په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د انجونو تحصیل تر "امر ثاني" پورې ځنډولی دی. د طالبانو دغه کار د کور دننه او بهر غبرګونونه را پارولي دي.

Afghan students listen to women speakers prior to their pro-Taliban rally outside the Shaheed Rabbani Education University in Kabul, Afghanistan

Source: AAP

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رمیز الکباروف ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو د حقونو د راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري.

ښاغلي الکباروف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"ښوونه او روزنه یو اساسي بشري حق دی. د ښځو د زده کړې پر مخ تړل شوې دروازه د افغانستان د راتلونکي لپاره تړلې دروازه ده."

د امریکا د متحده ایالتونو د حکومت ویاند، ندا پرایس په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو دغه پرېکړه له هغو ژمنو سره په ټکر کې ده چې دوي په مکرر ډول له خلکو سره کړي.

د بشري حقونو د څار کمیسیون هم د طالبانو د دغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او دا کار یې د شرم وړ بللی دی.

"دا د شرم وړ پرېکړه ده چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړې حق تر پښو لاندې کوي."

"طالبان هره ورځ په ډاګه کوي چې د افغانانو اساسي حقونو ته، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی نه لري."

'اجازه ورکړئ چې زده کړه وکړي'

د سازمانانو او سیاسي مشرانو ترڅنګ یو زیات شمېر عامو افغانانو او بهرنیانو د طالبانو له وروستۍ پرېکړې وروسته په ټویټر کې د دوي پرضد انتفادونه زیات کړي.

د ټویټر یو زیات شمېر کاروونکي غواړي ترڅو افغان انجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي او پر طالبانو باندې بندیز ولګول شي.

زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now