طالبان په لومړي اقتصادي تړون کې له روسیې څخه نفتي توکي او غنم اخلي

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان د جمهوريت له سقوط وروسته طالبان لوی نړیوال اقتصادي تړون لاسليک کوي.

AFGHANISTAN-ECONOMOY-GAS

Men and children stand in a queue as they wait to fill canisters with liquid gas at a government gas distribution centre in Kabul. The deal would involve Russia supplying around one million tonnes of gasoline, one million tonnes of diesel, 500,000 tonnes of liquefied petroleum gas (LPG) and two million tonnes of wheat to Afghanistan annually. Source: Getty / AFP

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست حاجي نورالدین عزیزي رویټرز خبري اژانس ته وویل، له طالبانو له روسيې سره د تېلو، پټرول، ډیزل، او غنمو د رسولو تړون لاسلیک کړ.
ښاغلي عزیزي ویلي، چې له بيلابيلو هيوادونو سره اقتصادي تړونو په برخه کې په خبرو بوخت دي.
دا اقدام، چې د طالبانو له خوا له یو کال واکمنۍ وروسته تر سترګو کيږي دا کيدای شي د اسلامي امارت د انزوا سره مرسته وکړي چې د نړیوال بانکدارۍ په برخه کې له نړۍ څخه لیرې پاتې شوی.
هیڅ هیواد طالبان په رسمي توګه نه پيژني.
لویدیځ ډیپلوماتانو ویلي دي چې دا ډله باید د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو په اړه خپله لاره بدله کړي او ثابته کړي چې د رسمي پیژندلو لپاره یې له نړیوالو وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي دي.
روسیه په رسمي ډول د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو مسکو د کابل له سقوط سره سم د دغه غورځنګ د مشرانو کوربه و او د افغانستان په پلازمېنه کې یې سفارت یوازې محدود پرانیستی دی.

ښاغلي عزیزي وویل چې د دې تړون له مخې به روسیه په کال کې شاوخوا یو میلیون ټنه پټرول، یو میلیون ټنه ډیزل، ۵۰۰ زره ټنه مایع نفتي ګاز او دوه میلیونه ټنه غنم صادروي.

شریکول

خپور شوی په

سرچینه: Reuters, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
طالبان په لومړي اقتصادي تړون کې له روسیې څخه نفتي توکي او غنم اخلي | SBS Pashto