Graphic of a Taliban figure, a silhouette of an Australian soldier, an Afghan flag, and bullet holes.
Graphic of a Taliban figure, a silhouette of an Australian soldier, an Afghan flag, and bullet holes.
This article is more than 2 years old

Exclusive

طالبان وايي، اسټراليايي پلټونکو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې د نورو ادعاوو پلټنه وکړي

طالبان وايي، که چيرې اسټراليا عادلانه د نورو ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټنه کول غواړي طالبان يې امنيت ډاډ ورکوي. بله خوا د بشر حقونو مدافع وکیلان پر طالبانو نیوکه کوي چې دوی په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دي.

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Abdullah Alikhil, Lucy Murray, Finn McHugh
سرچینه: SBS
Image: A senior Taliban official says the group may allow Australian authorities into Afghanistan to investigate war crimes allegations.
KEY POINTS:
  • طالبان وايي، کولای شي په افغانستان کې د جنګي جنایاتو د ادعاوو پلټني لپاره د استرالیا پلټونکو ته اجازه ورکړي.
  • اسټراليا کې د ځانګړي پلټونکي دفتر شاوخوا ۴۰ نورو جنګي جرمونو تورونه څیړي.
  • خو یو افغان الاصله فعاله وايي چې قربانیانو ته تاوان ورکولو له وجې طالبانو دوی په نښه کوي.
طالبان وايي، چمتو دي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنې لپاره د استرالیا چارواکو ته ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو افغانستان کې د اسټراليايي پوځيانو ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټنه وکړي.

دغه سخت دریځه وسله واله ډله، چې پخپله د جنګي او د بشر ضد جرمونو برخه کې د نړیوالو تحقیقاتو لاندې ده په افغانستان کې د دوی واکمنۍ لاندې د هر ډول نړيوالې پلټنې شرايط ناسم بريښي.

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد اس بي اس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، اسټراليا او نور نړيوال ځواکونه چې افغانستان کې يې جنګي جرمونو ثابت شوي بايد قربانيانو ته تاوان ورکړي.
د ښاغلي په وينا د تاوان ورکړې برخه کې طالبانو له يادو هيوادونو سره همکاري کولی شي.

خو اسټراليا کې يوه افغان وکيله او د بشر حقونو فعاله بيا خبرداری ورکوي چې د تاوان ورکول به قربانیان د "وحشیانه ... تروریستي سازمان" اصلي هدف وګرځوي.

اغلې ارزو صافي وايي، قرباني شوو کورنيو ته تاوان ورکړې پر ځای دا کسان بايد اسټراليا ته راوستل شي.

بله خوا د اسټراليا تير حکومت لخوا د افغانستان ماموريت دوران کې د ځانګړو ځواکونو ځينو ادعا شوو جنګي جنايتونو پلټنې لپاره يوه خپلواکه اداره جوړه شوه.
د پلټنې دا ادارهر (OSI) او د استرالیا فدرالي پولیس (AFP) په افغانستان کې د شاوخوا ۴۰ جنګي جرمونو تورونه څیړي، که څه هم OSI خبرداری ورکړی چې د طالبانو واکمنۍ وروسته په افغانستان کې دننه تحقیقات ممکن نه دي.
اوس د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد اس بي اس نيوز او اس بي اس پښتو ته ویلي دي چې اسلامي امارت اسټرالیايي پلټونکو ته اجازه ورکوي چې دغه افغانستان ته پلټنې لپاره لاړ شي.

OSI پلټنې دفتر بيا د خپلو روانو تحقیقاتو توضیحات پټ ساتلي دي.

ذبيح الله مجاهد اس بي اس پښتو سره ځانګړې مرکه کې وويل، "که اسلامي امارت باور ولري چې تحقیقاتي ارګان په صداقت سره د جرمونو څیړنه کوي، نو دوی به په تحقیقاتو کې د مرستې په اړه فکر وکړي، خو موږ تر اوسه داسې باور نه لرو."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، "وروسته له دې چې موږ موافقه وکړو او زموږ دولتي ادارې په جريان کې شي، موږ به د تحقیقاتو ټیم ته اسانتیا برابره کړو."
۲۰۲۰ کال کې Brereton راپور چې په افغانستان کې د اسټراليا ځينو ځواکونو لخوا ادعا شوو جنګي جنايتونو موندنې خپرې کړې پکې ويل شوي ول چې په افغانستان کې د استرالیا د ځانګړو ځواکونو (SAS) لخوا د ۳۹ وژنو معتبر شواهد شتون لري.

هغه مجاهد وويل: "که دا عمل د عدالت لپاره وي او د جنايتونو د افشا کولو لپاره وي، او خلکو ته هم دا جنايات وښودل شي، دا يو ښه عمل دی."

په افغانستان کې تحقیقات ستونزمن خو ممکن دي

د Brereton راپور کې د استرالیا سرتیرو نومونه د شکمنو جنګي مجرمینو په توګه ندي یاد شوي، ولې بيا بله خوا Nine ورځپاڼو راپور ورکړی چې ښاغلی رابرټس-سمیت د OSI تحقیقاتو لاندې د ځانګړو ځواکونو د دریو پخوانیو افسرانو څخه یو دی.

راون عراف، د اسټرالیا د نړیوال عدالت د مرکز اجرایوي رییسه او وکیله وايي، د احتمالي جرمونو صحنو ته لاسرسی حتی مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږي ستونزمن و.

هغې وويل، "دا پيښې چې څو لسيزې مخکي پيښې شوي دي، تل پکې پېچلتيا شته موجود وه ... [خو] نورې لارې هم شته چې پلټونکي د پيښو ځای څخه کره معلومات ترلاسه کړي."

Silhouette of Australian soldier holding a gun.
Rawan Arraf says war crimes investigations are 'difficult' but not impossible. Source: AAP / Defence
اغلې عارف د OSI جوړښت يو هڅونکی ګام وباله، او وايي دا اداره په ډير تخصص د تورونو سره جدي چلند کوي.

مګر د پلټنې دې پيچلتيا ته په کتو او د هر ډول جنایی تحقیقاتو مخي ته وړل ممکن د "زړور" پخوانیو ځانګړو ځواکونو څخه د شاهدانو په شاهدی ډیره تکیه وشي.

هغې وویل: "موږ [هم] پوهیږو چې په دې ځینو ځانګړو پیښو کې تاسو ویډیوګانې وښودل شوې ... او لږترلږه د بین رابرټس سمیټ د بدنامۍ په محاکمه کې، موږ د افغان شاهدانو څخه واقعا زړه راښکونکي شواهد ولیدل."

OSI اس بي اس نیوز ته وویل چې په عملیاتي مسلو تبصره نه کوي.

د اسټراليا د دفاع ویاند وویل چې دوی د خپلواکې پلټنې ادارې OSI د تحقیقاتو ملاتړ کوي.

تاوان ښايي قربانيان د طالبانو لخوا په نښه کړي

د بریرټون راپور کې سپارښته شوې وه چې قربانيانو کورنيو ته بايد تاوان ورکړل شي، خو د اسټرالیا حکومت لا تر قرباني کوريو ته تاوان ندی ورکړی.

دا پروسه د طالبانو له خوا واک ته د راستنیدو له امله پیچلې شوه، که څه هم مجاهد ادعا کړې چې دوی به د اسټرالیا لخوا افغان قربانیانو ته د تاوان رسولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي مجاهد وويل، هغه ټیم چې تاوان ورکوي، کولای شي په مستقیم ډول ارزګان ولایت ته ولاړ شي، او موږ به یې امنیت وساتو.
Woman sits at desk in front of laptop and documents.
Sydney-based lawyer and human rights activist Arezo Zoe Safi warns it is too dangerous to compensate alleged war crimes victims at the moment.
مګر په سیډني کې میشته وکیله او د بشر حقونو فعاله آرزو صافي وايي، چې د طالب اورپکو ډله "صفر اعتبار" لري ، او خبرداری یې ورکړ طالبانو په لاس د تاوان رسول به ډير خطرناک وي.

هغې وويل: "موږ اوس د يوه تروريستي سازمان له خوا اداره کيږو... هغوى به دا کورنۍ پيدا کړي. هغوى به پوه شي چې مالي تاوان شته، نو هغوى به ولټوي، وژني او هم نه هغوی وځوروي او پيسې به ترې واخلي."

اغلې صافي له فدرالي حکومت څخه وغوښتل چې د قربانیانو کورنیو ته دې د خپل بشري پروګرام له لارې استرالیا ته د راتګ لاره برابره کړي.

هغې وویل، "دا شاید د دې کورنیو لپاره ترټولو غوره کار وي ځکه دوی اوس لومړني هدف دي."

اغلې عارف وویل چې د خسارې په اړه د دفاع وزارت لخوا "چوپتیا" شتون لري.

"هلته د قربانیانو لپاره د جبران نور ډولونه شتون لري، او له دوی سره باید مشوره وشي چې دا څه کيدلی شي او قرباني شوي کسان ځان لپاره څه غوره ګڼي."

بله خوا طالبان پخپله د جنګي جرمونو او د بشر ضد جرمونو لپاره د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) تر څیړنې لاندې دي، دا یوه څیړنه ده چې د پخواني افغان حکومت سرتيرو او بهرنیو ځواکونو په وړاندې د ادعاوو په اړه هم څیړنه کوي.

خو ICC تیر کال اعلان وکړ چې دوی به د طالبانو په وړاندې د تورونو پلټنو ته لومړیتوب ورکړي، ځکه يادو تورونو کې غیرقانوني وژنې، په زوره ورکیدل او نورې جدي سرغړونې شاملې دي - په ځانګړې توګه ښځې، پخواني حکومتي چارواکي او خبریالان په نښه کول.

مجاهد له نړیوالو تحقیقاتو سره د همکارۍ په برخه کې له ژمنې ډډه وکړه، د ده په خبره دا عمل کيدای شي د یوه ځانګړي لوري په ګټه د یوې توطیې یوه برخه وي.


Members of the Australian Defence Force can access the Defence All-hours Support Line on 1800 628 036 or Open Arms provides free and confidential counselling and support for current and former serving ADF members and their families on 1800 011 046.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service