نیل پارا د ۲۰۱۲ کال په آګسټ میاشت کې آسټرالیا ته د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای په کښتۍ کې راغلی. مخکې لدې چې آسترالیا ته د راتګ پرېکړه ونیسي، نوموړي په مالیزیا کې څلور کاله تېر کړي.
۴۴ کلن ټامیل پناه غوښتونکي اس بي اس نیوز ته ویلي: "موږ سریلانکا پریښوده ځکه چې زموږ ژوند په خطر کې و."

آسټرالیا ته را رسېدلو وروسته، هغه د خپلې کورنۍ له غړو سره د کریسمس ټاپو، د پناه غوښتونکو ساتنځای ته انتقال شوی.
نیل وايي، د خپلې کورنۍ تجربې او د زرهاوو نورو پناه غوښتونکو د ژوند حالت دې ته اړ کړ ترڅو د وېکټوریا له بالارت څخه د آسټرالیا د لومړي وزیر دفتر ته پیاده سفر ترسره کړي.
نوموړی د یکشنبې په ورځ، له ۴۰ ورځې پیاده مزل وروسته سیډني ښار ته رسېدلی دی.
په داسې حال کې چې ښاغلی نیل د ۱۰۰۰ کیلومتره پیاده مزل په جریان کې وه، تېره اوونۍ د هغه وکیلې اس بي اس نیوز ته داخبره تایید کړه چې د کډوالو چارو وزیر له خپل صلاحیت څخه په استفادې نیل او د هغه کورنۍ ته دایمي ویزې ورکړي دي.
د نیل لور نواش په دې لاسته راوړنه ویاړي.
هغې اس بي اس نیوز ته ویلي: " زه په دې پوه شوم چې څومره ماشومان د ورته شرایطو یا زموږ په پرتله خورا خرابه وضعیت له امله له خپلو والدینو سره نه دي."
"زه یوازې هیله لرم، هغه زرګونه خلک چې دلته دي، زموږ په څېر په پای کې خوښي ترلاسه کړي."

