د ټلسټرا مخابراتي شرکت د زرګونو مشتریانو شخصي معلومات آنلاین خپاره کړي دي. دغه شرکت وايي چې د مشتریانو، نومونه، شمېرې او آدرسونه هک شوي ندي، بلکې په غلطۍ کې خپاره شوي.
د ټلسټرا شرکت شاوخوا ۱۳۰ زره مشتریانو له دغه شرکت څخه غوښتي وه ترڅو د دوي شمېرې او معلومات آنلاین خپاره نشي، مګر د یوې داخلي غلطۍ له امله د دوي معلومات آنلاین خپاره شوي.
د ټلسټرا شرکت اجراییوي مشر، مایکل اکلینډ هغو مشتریانو چې زیانمن شوي وايي:
"موږ پوهیږو چې دا ستاسو د باور نه منلو وړ سرغړونه ده."
"موږ بخښنه غواړو چې دا پیښ شوي."

د ملبورن پوهنتون مرستیال پروفیسور، ټوبي موري وايي، بښنه کافي نه ده.
"زه فکر کوم چې دا خورا ښه کار ده چې ټیلسټرا له خپلو مشتریانو بښنه وغوښته، که څه هم موږ باید په یاد ولرو چې دا هغه مشتریان دي چې نه یې غوښتل معلومات یې آنلاین خپاره شي."
دا پېښه پداسې حال کې رامنځ ته شوي چې وروستیو څو میاشتو کې پر آسټرالیایي شرکتونو باندې د هکرانو بریدونو زور اخیستی او خلک د خپلو معلوماتو د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

