د ټیکساس بریدګر چې لږترلږه ماشومان او دوه ښوونکي یې وژلي له بريد څخه ۱۵ دقيقې مخکې په ټولنيزې رسنۍ کې پر يو لومړني ښوونځي بريد خبر ورکړی.
د ټيکساس والي ګریګ ایبټ د چهارشنبه په ورځ وویل ، د برید په اړه ویرونکي توضیحات راپورته کیږي.
ښاغلي ایبټ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، بریدګر چې د ۱۸ کلن سیلواډور راموس په نوم پیژندل شوی و، یو پیغام هم لیکلی و چې هغه په خپله انا او یو بل ځای باندې ډزې کوي.
بريدګر لومړی خپل انا په مخ ويشتلې او بيا يې خپل موټر د ښوونځي ديوال سره ټک کولو وروسته د شا دروازې له لارې ښوونځي ته داخل شوی.
د بريدګر انا ژوندۍ ده او له ويشتل کيدو وروسته يې پوليسو ته د بريد په اړه خبر ورکړی وه.
بريدګر په اړه ويل شوي چې خپل ښوونځي پريښودلو وروسته يې بل جرمي ريکارډ نه درلود.
د چارواکو په وینا، راموس د مارچ په میاشت کې دوه ټوپکونه او د مهماتو ۳۷۵ مرمۍ پیرودلې.
امريکا کې د ډليزو وژنو پيښې په ډيريدو دي او دا برید لس ورځې وروسته له هغه وشو چې یوه سپین پوستي د بفیلو ښار په یوه سوپر مارکیټ کې په ۱۳ کسانو ډزې وکړې، د امریکا د وسلو د قوانینو په اړه یې یو ځل بیا ملي بحث راپورته کړ.

د سه شنبې په ماښام د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د وسلو د خوندیتوب نوي محدودیتونو غوښتنه وکړه.
"د یو ملت په توګه، موږ باید وپوښتو چې کله د خدای په نوم موږ د ټوپک لابی ته ودریږو."
خو داسې بریښي چې نوی قانون به په واشنګټن کې تصویب شي ولې ستونزه داده چې سنا مجلس يا کانګرس کې ټول جمهوري غوښتونکي د وسلو د نوي محدودیتونو سره مخالفت کوي، د متحده ایاالتو اساسي قانون د وسلو اخیستلو حق تضمینوي، او هیڅ نښه شتون نلري چې قتل عام به دا موقف بدل کړي.
په واشنګټن کې دیموکراتانو د وسلو د خوندیتوب د قوانیو د ټینګولو غوښتنه وکړه. د امریکا د کنیکټیکټ سناتور کریس مرفي چې د دې مسلې په اړه مخکښ مدافع وکیل دی خبریالانو ته وویل: "تاسو پوهیږئ چې په دې هیواد کې ټوپک د اوبو په څیر تیریږي. او له همدې امله موږ د ډله ایزو وژنو تر نورې نړۍ ډيرې پيښې لرو."

