Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

که اسټراليا کې چاته مخه ښه لپاره له موټر څخه لاس بهر کړی جريمه کيږئ، دا او نورو قوانينو په اړه پوه شئ

7 Rules to know about driving in Australia
Source: Supplied

اسټرليا کې ډيرو نوو مهاجرو لپاره د اسټراليا ترافيکي قوانين ځيني وخت ستونزې پيدا کوي او مونږ لدې قوانينو څخه ناپوهی له وجې سر غړونه کوو او له جريمو سره مخ کيږو. 

تاسو ته مو ځيني قوانين راخيستي چې کيدای شي تاسو يې په اړه معلومات نه لری.

اسټراليا کې الکهولو څښلو وروسته د موټر چلول تاسو له درنې جريمې سره مخ کولی شي

اسټراليا يو له هغو هيوادونو څخه دی کوم چې د الکهولو څښلو وروسته د موټر چلول ځيني محدوديتونه لري.

دا مهال که تاسې د اسټراليا موټر چلولو بشپړ لايسنس لرئ نو د الکهولو اندازه بايد ۰.۰۵ وي بيا د موټر زده کوونکو يا  leaners  او  Probationary لايسنس لرونکي بايد موټر چلولو وخت کې ۰.۰۰ ولکهول ولري.

Using mobile phone while driving
NSW Police patrol on the highway Source: nswpolice

موټر چلولو وخت کې موبايل په لاس کې نيول او پرې خبرې کول او يا پيغام استول غير قانوني ده

که تاسې له موبايل لاس کې ونيسئ او حتی هغه لوډ سپيکر باندې ايښودل او خبرې کول غير قانوني عمل دی.

که تاسې خپل موټر کې په ترافيکي څراخونو کې انتظار هم باسئ نو خپل موبايل نشئ کارولئ او نه يې په لاس کې نيولی شئ.

که تاسې موټر چلولو وخت کې له موبايل کارونې سره ونيول شئ نو  ۳۹۷ ډالر جريمه کيږئ او د لايسنس ۴ پواينټونه له لاسه ورکوئ.

mobile
A young driver looks down at her cell phone to read a text message as she drives at the same time. Source: AP

که چيرې ترافيکي څراخونو ته رسيدو سره د څراخونه رنګ نارنجي شي او تاسې دريدو وخت ولرئ او بيا هم له څراخونو تير شئ دا غير قانوني ده

ويکټوريا او نيو ساوت ويلز ايالتونو کې که تاسې له نارنجي رنګه ترافيکي څراخونو څخه تير شئ تاسې داسې جريمه کيږي لکه سور رنګ څراخ څخه تير شوي اوسئ.

نيو ساوت ويلز کې تاسې ۳۹۷ ډالر جريمه کيږئ او د لايسنس درې پواينټونه له لاسه ورکوئ.

وکټوريا ايالت کې بيا ۲۸۲ ډلر جريمه کيږئ او د لايسنس درې پواينټونه له لاسه ورکوئ.

Three traffic lights are seen in Canberra, Tuesday, March 26. 2013.  (AAP Image/Lukas Coch) NO ARCHIVING
Three traffic lights are seen in Canberra, Tuesday, March 26. 2013. (AAP Image/Lukas Coch) NO ARCHIVING Source: AAP

ترافيکي نښې STOP سره بشپړ ډول سره نه دريدل غير قانوني عمل دی

کله چې تاسې موټر چلولو وخت کې STOP نښه ګورئ نو بايد بشپړ ډول سره خپل موټر ودروئ.

STOP معنی بشپړ ډول سره دريدل دي او د پوليسو په وينا دا نښه پدې معنی نده چې تاسې دريدو پرته له يادې نښې څخه تير شئ. معنی داچې ستاسو موټر بشپړ ډول سره ودرول شي او د موټر ټيرونه مو حرکت ونه کړي.

که دا نښه او قانون مراعت نه کړئ، ويکټوريا ايالت کې ۲۸۲ ډالر جريمه کيږئ او لايسنس ۳ پواينټونه له لاسه ورکوئ.

نيو ساوت ويلز ايالت کې بيا ۲۹۸ ډالر جريمه کيږئ او لايسنس ۳ پواينټونه له لاسه ورکوئ.

Covid-19 restrictions
Covid-19 restrictions Source: SBS

موټر چلولو وخت کې هورن وهل او له موټر څخه لاس بهر کول او له چا سره خدای په اماني کول غير قانوني ده

موټر چلولو وخت کې هورن وهل او له کړکۍ لاس بهر کول او له چا سره خدای په اماني کول تاسې درنې جريمې سره مخ کولی شي.

نيو ساوت ويلز کې تاسې ۶۰۰ ډالر جريمه کيږئ او د لايسنس ۳ پواينټونه له لاسه ورکوئ.

ويکټوريا ايالت کې بيا ۲۸۲ ډالر جريمه کيږئ او لايسنس پواينټونه له لاسه نه ورکوئ.

موټر چلولو وخت کې په خپل غيږ کې کورني څاروي لکه سپی او پيشو کينول غير قانوني ده

نيو ساوت ويلز ايالت کې ۳۹۷ ډالر جريمه کيږئ او د لايسنس درې پواينټونه له لاسه ورکوئ.

ويکټوريا ايالت کې ۲۱۱ ډالر جريمه کيږئ او د لايسنس پواينټ له لاسه نه ورکوئ.

Pet
Pet Source: Pixabay CC0

په لوڅو پښو موټر چلول جواز لري


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now