د هر هغه چا لپاره چې تل یې غوښتل په انترکتیکا کې ژوند او کار وکړي، اوس ممکن یو فرصت وي چې دا خوب رښتیا کړي.
د آسټرالیا د انترکتیکا پروګرام وايي د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره یې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو استخدام پیل کړی دی ترڅو په انترکتیکا کې د آسټرالیا د دریو ساینسي څیړنیزو سټیشنونو په چلولو کې مرسته وکړي.
د ځینو دندو اعلانونه د آسټرالیا د انترکتیکا پروګرام (Australian Antarctic Program) پر وېب پاڼه لیدل کېږي.

د انترکتیکا پروګرام پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي آسټرالیا په یاده لویه وچه کې ۴ دایمي سټېشنونه لري. Credit: AUSTRALIAN ANTARCTIC DIVISION
آسټرالیا په انترکتیکا کې ۴ دایمي سټیشنونه لري.
د آسټرالیا د انترکتیکا پروګرام پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې "د ټولې نړۍ خلک په انټرکټیکا کې څیړنې کوي، مګر انټرکټیکا د هیڅ یو هیواد ملکیت نه دی."
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول

