Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټراليا د امامانو ملي شورا د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د اسټرالیا د امامانو ملي شورا اعلان کړی چې د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ (د مې ۲۷مه) د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

Eid Mubarak calligraphy Greeting Card 2018 Vector
Eid Mubarak calligraphy Greeting Card 2018 Vector Source: Getty / Getty Images

د اسټرالیا د امامانو ملي شورا اعلان کړی چې نن دوشنبه (د مې ۱۸مه) د ذوالحجې د مياشتې لومړۍ نېټه ده او لوی اختر به د ذوالحجې مياشتې پر لسمه نېټه وي چې د مې مياشتې له ۲۷ نېټې (چهارشنبه) سره سمون ولري.

د امامانو ملي شورا ویلي چې د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې ورځ، د مې ۲۶مه به د عرفې ورځ وي.

د استرالیا لوی مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د اسټرالیا د امامانو ملي شورا له دې فرصت څخه په استفادې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت ټولې اسلامي نړۍ او د اسټرالیا مسلمانانو ته مبارکي ویلې ده.

702375694_1442091157959505_5238679948091357398_n.jpg
Credit: ANIC

د اسټرالیا د امامانو د ملي شورا په اعلامیې کې راغلي:

"د اسټرالیا لوی مفتي، ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د اسټرالیا د فتوا شورا د مسلمانانو د ټولنې د یووالي ساتلو ته ځانګړې پاملرنه کوي، په ځانګړي ډول د اسلامي مناسبتونو او اخترونو پر مهال."

"د اسټرالیا د امامانو ملي شورا د هغو امامانو او علماوو نظرونه مني، درک کوي او درناوی یې کوي چې کېدای شي بېلابېل لیدلوري ولري. دا شورا له ټولنې غواړي چې د نظرونو دغو اختلافونو ته درناوی وکړي او د مسلمانانو ټولنې د لوی خیر او یووالي لپاره هڅه وکړي."

د طالبانو حکومت هم د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ (د مې ۲۷مه) د لوی اختر ورځ اعلان کړې ده.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now