Breaking

سيدني ښار کې د مسلمانانو حجاب دکان سره د موټر جنګول لسګونه کسان ټپيان شوي

نيو ساوت ويلز ايالت کې پوليس وايي، دا مهال د يادې پيښې په اړه شواهد نه ښايي چې ګواکې دا يو ترهګريز بريد وه.

A number of people have been injured after a car crashed into a store in western Sydney.

Source: Supplied

پوليسو نن هغه کس ونيوه کوم چې يې سيدني ښار خپل موټر د مسلمانانو دکان سره ټکر کړ او ۱۱ کسان يې ټپيان کړل.

ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي ويډيو کې ليدل کيږي،  يو موټر له څلور لارې څخه تيريږي او مخامخ د حجاب يو دکان سره ټکر کوي.

د حجاب پدې دکان کې مشرتيان او کار کوونکو شتون لاره او ۱۱ کسان پيښه کې ټپي شوي.

پوليس وايي، دا مهال داسې نښې نه ليدل کيږي چې ياد بريد ترهګريز وي.

د نيو ساوت ويلز پوليسو وياند وويل، "ډير ګډوډ حالت وه، لس کسان ټپيان شوي چې د ځينو ټپيانو حالت ښه ندی".

پوليس وايي د پيښې پلټنه کوي ولې له نيکه مرغه يادې پيښې کې څوک وژل شوي نده.

حجاب هاوس دکان مالکينو ويلي، د دکان کار کوونکي او مشتريان ټپيانو کې شامله دي.
ويډيو کې ليدل کيږي چې ياد موټر لومړی له يو بل موټر سره ټکر کوي بيا کنټرول له لاسه ورکولو سره حجاب هاوس دکان سره ټکر کوي.

۱۲ ټپيانو کې د موټر چلوونکی شامله دی او ټول ليور پول سيمې روغتون ته درملنې لپاره ليږدول شوي.
۵۱ کلن موټر چلوونکی پوليسو لپاره پيژندل شوی کس وه، يعنې هغه پخوا جرمي سابقه لرله.

پوليسو موټر چلوونکی نيولو وروسته توقيف کړی.

نيو ساوت ويلز امبولانس وايي، ټپيان ډيره کې ښځې دي او عمرونه يې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمينځ دي.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service