اسټراليا کې د امامانو شورا چې د اسټراليا تر ټولو لوی اسلامي مرکز دی د اپريل د مياشت ۲۲ نيټه يې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
څنګه دا ورځ اعلان شوه
د امامانو د شورا د فتوا څانګې د کوچني اختر په اړه په خپاره شوي فتوا کې ويلي، نوې سپوږمۍ به د اپريل د مياشت په ۲۰ نيټه د ماسپښين په ۲:۱۲ بجو رامينځته شي ولې بيا په هماغه ورځ لمر په ۵:۲۷ بجو ولويږي او په تعقيب يې سپوږمۍ هم په هماغه ورځ او په هماغه وخت ولويږي.
لويديځ اسټراليا پرت ښار کې به سپوږمۍ د اپريل د مياشتې په ۲۰ پر ماسپيښين ۱۲:۱۲ پيدا شي چې بيا لمر په هماغه ورځ په ۵:۵۰ ولويږي او سپوږمۍ بيا په ۵:۵۴ د ماښام ولويږي.
دې ټولو په پام کې نيولو سره د سپوږمۍ ليدو لپاره به کافي وخت شتون ونه لري نو ځکه د اپريل د مياشت ۲۱ نيټه به د روژې مبارکې مياشتې وروستۍ ورځ وي او د اپريل د مياشت ۲۲ نيټه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

———————————————————————————
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

