د اسټراليا سيدني ښار د شاوخوا ۱۳۰۰۰ افغانانو کور دی او ياد ښار کې د افغانانو په لاس جوړ شوی د حضرت عثمان رض په نامه يو لوی جومات هم موقيت لري.
ياد ښار کې د افغانانو تر ټولو لويه ټولنه چې د جومات چارې هم په واک کې لري د افغانانو ټولنې مرستې اتحاديه يا (Afghan Community Support Association) په نامه ياديږي او له لسيزو راهيسې فعاليت کوي.
د يادې ټولنې مشري وخت په وخت د ځينو افغانانو په لاس کې وي ولې او له ډيرې مودې راهيسې د ټولنې ځينو غړو د يادې ټولنې له مشرتابه سره پر ځينو مسايلو اختلافات لرل.
د ۲۰۱۹ کال اګيست مياشت کې ۱۳ افغانان چې د اسټراليا سيدني ښار اوسيدونکي دي د افغانانو ټولنې مرستې اتحاديې خلاف محکمې ته عرض وکړ او د خپل ستونزه يې محکمې ته وړاندې کړه.
د نيو ساوت ويلز ايالت محکمې قاضي Guy Parker له شواهدو او پلټنو وروسته د افغانانو د ټولنې اتحاديې چارې له پخواني کاري کميټې څخه څلورو نورو افغانانو ته وسپارلې او هغوی ته يې د راتلونکو ټاکنو پر مخ اچولو واک په لاس کې ورکړ.
دا څلور افغانان به د محکمې پريکړې له مخه تر راتلونکو ټاکنو د يادې ټولنې واک په لاس کې ولري، انور منګل، ډاکټر اسلم شينواری، نصيبه اکرم او انجنير عزيز دقيق.
د افغانانو ټولنې مرستې اتحاديې پلان درلود ترڅو د ټولنې غړو ټاکلو لپاره د جولای مياشت پر ۱۲ نيټه ټاکنې پر مخ واچوي ولې د محکمې له يادې پريکړې سره ټاکنې ځنډيدلي او نوي واک ترلاسه کوونکي افغانان به راتلونکې ټاکنې پر مخ اچوي.
سيدني ښار کې ميشته وکيله آرزو صافی چې د Juris Australia Lawyers وکالت دفتر ته کار کوي د هغه ډله افغانانو وکالت وکړ کومو چې د افغان ټولنې مرستې اتحاديې خلاف محکمې ته يې عرض وړاندې کړ.
اغلې د محکمې پريکړې خبر پر خپل فيسبوک پاڼه خپرولو سره سيدني ښار کې افغانانو ته د يادې اتحاديې او حضرت عثمان رض جومات کميټې مشرتابه له واکه لرې کيدل افغانانو ته يو ښه فرصت ياد کړ ترڅو لدې څخه ګټه پورته کړي.
اغلې صافی اس بي اس پښتو خپرونې ته پيغام له لارې وويل،" دا يوه ډيره پيچلې قضيه وه، او دا اسانه کار هم نه وي چې له داسې يو قضيه څخه دفاع وکړې چې طرف ته يي دواړه افغانان وي."
اغلې وايي، اسټراليا کې قانون هر وخت له هر څه لوړ ځای لري، او د افغانانو ټولنه اوس کولی شي چې راتلونکې کې رڼې ټاکنې ترسره کړي او هم ټولنه قانون چوکاټ کې خپل فعاليت وکړي.

