د اسټرالیا د سېډني ښار د تېرې ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی. په دې شمېر کې یو ماشوم او یو تورن برید کوونکی هم شامل دی.
پوليس وايي، بریدګر یو پلار او زوی وو. پلار مړ شوی او زوی یې په روغتون کې د پولیسو تر څارنې لاندې دی.
په برید کې د پولیسو د دوو افسرانو په ګډون ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.
د بونډای سمندرغاړې پېښه د ترهګرۍ یوه پېښه بلل شوې ده، دا یوه داسې پریکړه ده چې پولیسو ته د تحقیقاتو لپاره ډیر واکونه ورکوي.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي دغه برید د یهودانو ټولنې پر وړاندې د هدفمند برید په توګه غندلی دی.
هغه وایي د ټولنې غړي بشپړ حق لري چې ځان خوندي احساس کړي او دې برید دغه احساس ته زیان رسولی دی.
"موږ به ټولې اړینې سرچینې ځانګړې کړو څو ډاډ ترلاسه کړو چې تاسو خوندي او تر ساتنې لاندې یاست. تاسو استرالیایان یاست – او ټول استرالیایان نن او هره ورځ تاسو سره دي. داسې شپې شته چې زموږ د ملت روح ژړوي. د تیارو په دې شیبه کې، موږ باید د یو بل رڼا واوسو."
پولیس د بونډاي سمندرغاړې د ډزو برید د ترهګریزې پیښې په توګه څېړي.
د نیو ساوت ویلز د پولیسو کمیشنر، مال لانیون، وایي چې دغه اعلان پولیسو ته د ځانګړو واکونو د کارولو اجازه ورکوي، ځکه چارواکي د درېیم احتمالي مجرم د شتون په اړه څېړنه کوي.
هغه وايي: "دا ډول شرموونکی فعالیت، د تاوتریخوال بې رحمانه کارول، د بې ګناه خلکو ژوند اخیستل د نیو ساوت ویلز لپاره د منلو وړ نه دی. دا زموږ د ژوند طرز نه دی."

Police are continuing to work at Bondi Beach as crowds gather. Source: Getty / Bloomberg
دغه برید داسې مهال شوی چې د یهودانو د ټولنې غړي، په سمندرغاړې کې د هنوکه په نامه جشن لپاره راټول شوي وه.
د آسټرالیا د یهودانو ټولنې د اجرایوي شورا مرستیال، الیکس ریوچین اس بي اس هېبرو ته ویلي چې هغه د خپلې ټولنې یو شمېر داسې غړي پېژني چې په دغه برید کې وژل شوي دي.
له برید وروسته په ټوله اسټرالیا کې د هنوکا پلان شوي مراسم لغوه شوي دي.
په همدې حال کې د اسټرالیا لوی مفتي وايي چې د بونډاي سمندرغاړې ترهګریز برید ملت لړزولی دی او له اسټرالیایانو یې غوښتي چې د تفرقې پرځای په یووالي سره ځواب ووایی.
ډاکټر ابراهیم ابو محمد اس بي اس عربي ته ویلي، دغه برید وحشتناکه وو او ټول هیواد یې ټپي کړی دی.
شریکول

