Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د اسټرالیا په برزبن ښار کې په بهرنیو سیلانیانو برید کونکی په اصل کې افغان وه

د برید کونکي افغان کورنۍ ویلي چې نوموړي له تروریزم سره اړیکه نه درلوده.

The forensic scene where police shot and killed a man outside the Westin Hotel on Mary Street in central Brisbane.
The forensic scene where police shot and killed a man outside the Westin Hotel on Mary Street in central Brisbane. Source: AAP

 درې ورځې وړاندې د اسټرالیا په برزبن ښار کې یو ۲۵ کلن افغان ځوان پر دوو بهرنیو سیلانیانو له برید وروسته د پولیسو لخوا ووژل شو. د اې بي سي شبکې یو راپور ښيي چې پر سیلانیانو برید کونکی محمد اکرم بهرام نومېده چې په اصل کې افغان وه او په سیډني ښار کې پیدا شوی وه.

د برزبن ښار، د برید په اړه خپاره شوي مالومات ښيي چې برید کونکي د تېرې یکشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو، د برزبن ښار په مرکز کې پر دوو بریټانویانو برید ترسره کړی او یو تن یې په چاقو ټپي کړی. په سیلانیانو له برید وروسته، برید کونکي پر پولیسو هم برید کړی خو د پولیسو لخوا په مرمۍ ویشتل شوی او ساه یې ورکړې.

The forensic scene where police shot and killed a man outside the Westin Hotel on Mary Street in central Brisbane.
The forensic scene where police shot and killed a man outside the Westin Hotel on Mary Street in central Brisbane. Source: AAP

د برید کونکي افغان کورنۍ،  له اې بي سي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې نوموړي له تروریزم سره اړیکه نه درلوده بلکې هغه د اسکیزوفرنی په رواني ناورغۍ اخته وو او لا ډېر ملاتړ ته یې اړتیا لرله.

د ښاغلي بهرام خور، اې بي سي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې نوموړی په تېرو درې کلونو کې لږ تر لږه څلور ځله په روغتون کې بستر شوی وو او وروستۍ ځل د تېرکال په ډېسمبر میاشت کې د پرنسیس الکساندار په روغتون کې بستر وو خو د کوینزلنډ ایالت د روغتیا اداره په روغتون کې د نوموړي درمله نه تاییدوي.

د کوینزلنډ ایالت د روغتیا وزیر، سټیفن مایلز د ښاغلي بهران د کیس په اړه له خبرو ډډه کړې او ویلي چې د ترسره شوې درملنې په اړه به څېړنه وکړي.

The forensic scene where police shot and killed a man outside the Westin Hotel on Mary Street in central Brisbane, Sunday, February 23, 2020.
Source: AAP

اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو ایالتونو کې له ۵۰ زره څخه زیات افغانان ژوند کوي چې یو شمېر یې په اسټرالیا کې پیدا شوي او همدلته یې زده کړې یې ترلاسه کوي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS, ABC Australia


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now