د کرونا وېروس د قربانیانو شمېر له یو میلیون کسانو څخه زیات شو

د امریکا په متحده ایالتونو کې شاوخوا ۲۰۵ زره کسانو د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له ورکړی.

Nurse Cristina Settembrese fixes two masks to her face during her work shift in the COVID-19 ward at the San Paolo hospital in Milan, Italy, April, 2020.

Nurse Cristina Settembrese fixes two masks to her face during her work shift in the COVID-19 ward at the San Paolo hospital in Milan, Italy, April, 2020. Source: AAP

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر دې دمه شاوخوا یو میلیون کسانو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کرونا وېروس په امریکا کې د شاوخوا ۲۰۵ زرو ، په برازیل کې د ۱۴۲ زرو او په هند کې د  شاوخوا ۹۵ زرو کسانو د مرګ لامل ګرځیدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان ډاکټر، مایک راین خبرداری ورکوي چې د مرګ ژوبلې اصلي شمېرې تر دې هم لوړې دي.
The Taj Mahal has reopened after a six-month closure in Agra, India.
A paramilitary soldier wearing a mask stands guard as the Taj Mahal monument is reopened after being closed for more than six months in Agra, India. Source: AP
د جان هاپکنز پوهنتون لخوا خپرې شوې شمېرې همدا راز ښيي تر دې دمه شاوخوا ۳۳ زره کسان د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې په کرونا وېروس اخته شوي او دغه شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.

د کرونا وېروس تر دمه هېڅ واکسین او درملنه نلري، مګر د نړۍ په یو زیات شمېر هېوادونو کې ساینسپوهان هڅه کوي ترڅو ژر تر ژره د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره واکسین جوړ کړي.
د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره، یو نیم متر فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د کرونا وېروس د قربانیانو شمېر له یو میلیون کسانو څخه زیات شو | SBS Pashto