اسټراليا کې د کويډ-۱۹ تر نورو ډير تاوان مهاجرو ته رسيږي

ويل کيږي چې دا مهال اسټراليا کې زرګونه غير قانوني مهاجر ژوند کوي، ډير له همدو مهاجرو څخه روغتيا خدمتونه نه ترلاسه کوي ترڅو د حکومت لخوا نيولو وروسته ډيپورټ نشي. دا مهاجر بيا ګڼې ګوڼې ډکو کورونو کې ژوند هم کوي، ولې اوسمهال هغه کسان چې له همدې مهاجرو سره مرسته کوي وايي، د کويډ-۱۹ وبا له امله دا غير قانوني مهاجر تر نورو ډير خطر سره مخ دي.

Workers on an Australian farm

Those advocating for unlawful migrants (not pictured) say they are often employed on Australian farms. Source: AAP

اسټراليا کې لسګونه زره غير قانوني مهاجر اوسيږي کوم چې قانوني اسناد نه لري او په پټه کار کوي او خپل ژوند تيروي.

اوس چې ټول اسټراليا کې د کرونا ويروس وبايي حالت له امله سخت محدوديتونه لګول شوي دا غير قانوني مهاجر له سترو ننګونو سره مخ دي.

د ډيپورټ کيدو له ويرې که هر يو لدوی څخه بيمار هم شي ډاکټر يا روغتون ته له تګ ډډه کوي، او که کارونه يې له لاسه ورکړي وي نو حکومتي پيسې بيا نه ترلاسه کوي.

حکومت لدې وړاندې ويلي ول، اسټراليا کې ۶۴ زره غير قانوني مهاجر ژوند او کار کوي، د ډيرو همدې مهاجرو يا خو ويزو وختونه ختم شوي او يا نورو شرايطو له مخه دوی بايد پر وخت له اسټراليا څخه بهر شوي وای ولې غير قانوني پاتې او دلته اسټراليا کې کار او ژوند کوي.

اټکل کيږي چې له ذکر شوي شمير څخه لا ډير مهاجر به اسټراليا کې غير قانوني ژوند کوي او ځيني خو حتی له ۱۰ کلونو ډير وخت راهيسې پټ کار او ژوند کوي.

دا کسان هيڅ نشي کولی ترڅو د کرونا ويروس باندې مبتلا کيدو وروسته روغتيايي خدمتونه ترلاسه کړي، ځيني مدافعين وايي حکومت بايد له داسې کسانو سره مرسته وکړي.

دا چې دا کسان پټ دي، ددې ويره ده چې ياد کسان به شته وبا له وجې تر ټولو ډير زيانمنيدونکي وي. 

دوی روغتيا خدمتونه او نه هم حکومتي پيسې ترلاسه کولی شي نو ځکه مدافعين وايي ددوی ځانون پټولو له وجې کيدای شي دا ويروس لا ډيرو نورو ځايو ته پرته له کوم معلوماتو خپور شي.

“محمد په کال ۲۰۱۳ کې له ماليزيا څخه په سياحتي ويزې اسټراليا ته راغلی، ښاغلي اس بي اس سره خبرو کې وويل، مخکې ما ته د ساه تنګي جدي ستونزه پيدا شوې وه او ما له ويرې کومه روغتيايي مرسته ترلاسه نه کړه، ولې که اوس پر کويډ-۱۹ مبتلا شم نو نه پوهيږم څه به کيږي؟“

“ دوه درې کاله وړاندې راباندې د ساه تنګي يا اسما حمله راغله نو هغه مهال له ما درمنلې لپاره ۴۰۰ ډالر وغوښتل شول، ځکه له ما سره ميډيکير نه وه.“

کله چې د محمد ويزې وخت ختم شو نو نوموړی بيرته ماليزيا ته ستون نه شو او بيا کلونو لپاره يې فارمونو کې غير قانوني کار کاوه، محمد ته د يو ډبي ډکولو لپاره ۱.۲۰ ډالر ورکول.

محمد وايي، نوموړی اسټراليا ته دې لپاره راغئ چې ډيرې پيسې وګټي او له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.
Temporary visa holders face significant financial hardship during the coronavirus crisis.
Temporary visa holders face significant financial hardship during the coronavirus crisis. Source: AAP
محمد دا مهال بريجينګ ويزې سره اسټراليا کې ژوند کوي او د نوموړي کډوالۍ غوښتنليک طی مراحل کيږي.

محمد ويکټوريا ايالت فارمونو کې غير قانوني کار کوي او ډيره لږه تنخوا اخلي. محمد دومره پيسې ګټي چې خپل ورځنی لږښت او خپل د کور کرايه ورکړي کوم چې له څلورو نورو کسانو سره يې په شريکه نيولی.

۲۰۱۷ کال کې سنا مجلس ته رپوټ ورکولو دوران کې وويل شول، اسټراليا کې ۶۴ زره کسان غير قانوني ژوند کوي او له هغو څخه ۶۶۰۰ تنه يې بيا له ۱۵ او ۲۰ کلونو راپديخوا په پټه او غير قانوني ژوند کوي.

د اسټراليا د مهاجرت سر پرست وزير الان تود ويلي، اسټراليا کې دې ټول هغه مهاجر له يادې ادارې سره په اړيکه کې شي د کومو ويزې چې ختميدو حال کې دي.

 

بله خوا د مهاجرت اداره وايي، اوسني روغتيا سره تړلي محدوديتونه پر ټولو يو شان عملي کيږي او پدو کې هغه کسان هم راځي چې غير قانوني ژوند کوي.

د مهاجرت اداره وايي، ټول هغه کسان چې غير قانوني اوسيږي لدې نا معلوم حالت څخه وتلو لپاره دې له حکومت سره په اړيکه کې شي.

 

 


شریکول

خپور شوی په

لخوا Maani Truu

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې د کويډ-۱۹ تر نورو ډير تاوان مهاجرو ته رسيږي | SBS Pashto