د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.
د آسټرالیا د امامانو ملي شورا نن سهار اعلان وکړ چې د راتلونکې دوشنبې ورځ (د مارچ ۳۱مه) په آسټرالیا کې د کوچني اختر لومړی ورځ ده.
د امامانو شورا لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د یکشنبې ورځ (د مارچ ۳۰مه) د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ ورځ ده.
په اعلامیه کې راغلي: "د آسټرالیا د امامانو ملي شورا او د آسټرالیا د فتوا شورا هغه امامان او عالمان مني، درک کوي او درناوی یې کوي چې ممکن مختلف نظرونه ولري"
"[د امامانو ملي شورا] له ټولو مسلمانانو غوښتنه کوي چې په دې مسئلې کې د مختلفو نظرونو درناوی وکړي او د مسلمانانو ټولنې د یووالي لپاره کار وکړي ترڅو هغه ګډ ارزښتونه او ګټې خوندي کړي چې دوی ټول یې لري او شریکوي."
د آسټرالیا لوی مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد او د امامانو د ملي شورا غړو په آسټرالیا کې مېشتو مسلمانانو ته له خوښیو د ډک اختر هیله څرګنده کړې او د مسلمانانو ټولنه یې هڅولې ترڅو خپلو ګاونډیانو او ملګرو ته د اسلام ریښتینی او سوله ایز انځور وښيي.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

