تيرو ۸ ورځو کې ۵۰۰،۰۰۰ کسان په کرونا ويروس مبتلا شوي

ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې له يو ميليون څخه ډيرې شوې او امريکا کې ۱۰ ميليونه کسان بې کاره شوي.

Coronavirus

Source: Getty Images

د کرونا ويروس نړۍ له ژور خپګان سره مخ کړی هره ورځ زرګونه کسان پر ياد ويروس مبتلا کيږي.

د کرونا ويروس لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال ډيسيمبر مياشت کې د چين وهان ښار کې پيدا او وروسته نورې نړۍ ته خپور شو.

د کرونا ويروس چټکۍ سره خپريدو مخنيوي لپاره د چين حکومت د وهان ښار لومړي قدم کې قرنطين کړ او له ياد ښار وروسته ځيني نور ښارونه هم په بشپړ ډول قرنطين شول.

چين کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې تر شاوخوا ۸۱،۰۰۰ پورې رسيدو وروسته د نوو مثبتو پيښو خبر ندی ورکړل شوی.

د روغتيا نړيوالې ادارې د جنوری مياشت ۳۰ نيټه باندې ټوله نړۍ کې د روغتيا بيړنۍ حالت اعلان کړ او بيا د مارچ مياشت په ۱۱ نيټه کرونا ويروس ته د وبا لقب ورکړ شو او نړۍ له يو بل ستر بحران سره مخ شو.

يواځې تيرو ۸ ورځو کې ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۵۰۰،۰۰۰ ډيرې شوې. 

تيرو درې مياشتو کې ۵۰۰،۰۰۰ او بيا له هغې وروسته تيرو ۸ ورځو کې همدومره شمير کې ډيروالی د ډيرو هيوادونو انديښنې راپارولي.

دا مهال ټوله نړۍ کې يو ميليون او ۱۳ زره کسان په کرونا ويروس مبتلا دي او ۵۳ زره کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تر اوسه ۲۱۰۵۰۰ د کرونا ويروس بيماران روغ شوي.

تر ټول ډيرې پيښې امريکا کې ۲۴۵۰۰۰ ثبت شوي.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now