د امريکا لوړپوړي پوځي افسر د ټولو هغو امريکايي پوځيانو قرنطين کولو غوښتنه وکړه کوم چې دا مهال د امريکا تر ټولو لويې جنګي کښتۍ کې ماموريت ترسره کوي.
يادې لويې کښتۍ کې ځيني پوځيان په کرونا ويروس مبتلا شوي، او دا ويره ده چې زرګونه نور پوځيان هم کيدای شي پر ياد ويرس مبتلا شي.
د الجزيرې خبري شبکې خبر له مخه پر اټوم وسلو سمبال ياده کښتۍ چې د امريکا ملي امنيت برخه کې عمده رول لوبوي دا مهال پکې سپاره پوځيان له سخت حالت سره مخ دي
د يادې کښتۍ مشر پوځي افسر د امريکا له حکومت څخه غوښتي ترڅو دې شاوخوا ۵۰۰۰ سپاره پوځيان له کښتۍ ښکته او قرنطين کړي ترڅو د هغوی ژوند وژغورل شي.
لوړ پوړې پوځي افسر تيودور روزويلت پر حکومت غږ کړی چې دا مهال امريکا د جګړې حال کې ندی او يادې کښتۍ کې سپاره پوځيان کيدای شي له جګړې څخه نه بلکې له بيمارۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د امريکا د پاسيفيک څانګې لوړ پوړي پوځي افسر اډمايرل جون اقولينو خبريالانو ته وويل، د امريکا حکومت به کوښښ وکړي ترڅو ډير شمير پوځيان له يادې جنګې کښتۍ ښکته او قرنطين کړي ولې نوموړي وويل، يادې کښتۍ کې به مهم کسان پاتې وي ترڅو اټومي وسلي او کښتۍ فعاله وساتي.
د امريکا دفاع وزارت وايي، تر دې دمه شاوخوا ۷۰۰ امريکايي پوځيان او ۳۰۰ نور قرارداديان پر کرونا ويروس مبتلا شوي
امريکا کې دا مهال د کرونا ويروس مثبتې پيښې نږدې ۲۱۷۰۰۰ ته رسيدلي او له ۵۱۰۰ ډيرو امريکايانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.