Key Points
- Australians have been spared the glaring brunt of rising petrol prices as the country faces a cost of living crisis.
- But as the fuel relief will soon expire, here's what Australian motorists want to know about the excise cut.
په تیرو پنځو میاشتو کې، آسټرالیایان د تيلو د بیو د لوړیدو له فشار او زیان څخه ژغورل شوي ځکه حکومت ۶ مياشتو لپاره له تيلو ماليه لرې کړه ترڅو ګټه يې عامو اسټراليايانو ته ورسيږي، ولې دا يوازې ۶ مياشتو لپاره وه او دا موده راتلونکې مياشت پای ته رسيږي.
په دې هڅه کې چې موټر چلوونکي د بیې له لوړېدو څخه خلاص کړي - د هیواد په هر لوی ښار کې د تيلو بيه يو ليتر دوه ډالرو څخه لوړه شوه او هماغه وو چې پخواني حکومت ۶ مياشتو لپاره تدابير وړاندې کړل او د تيلو بيې يې راټيټې کړې.
د تيلو د بيو ډيروالی شاته تر ټولو لويه وجه روسيې لخوا پر اوکراين بريد وو چې له ياد کار سره د تيول توليد او ليږد برخې اغيزمنې شوې.
ولې د تيلو د بيو ټيټوالی د سپتمبر مياشت په پای کې ختميږي او خلک به يو ځل بيا د بيو لوړوالي له وجې د ژوند لږښتونو له فشار سره مخ شي.
د تيلو ماليه څه شی ده او ولې حکومت لرې کړې وه؟
د تیلو محصول د مالیې یوه بڼه ده چې د آسټرالیا موټر چلونکي د تیلو پیرودلو پرمهال ورکوي. هغه پیسې چې تمویل شوي زموږ د سړکونو او زیربناوو په ساتنه او پراختیا کې مرسته کوي.
په آسټرالیا کې، موټر چلونکي د هر لیټر تیلو لپاره 44.2 سینټ ماليه ورکوي.
حکومت ولې د تيلو پر سر د ماليې کمښت اعلان کړ؟
د دې کال په پیل کې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو د COVID-19 اکمالاتي سلسلې مسلو او همدارنګه په اوکراین باندې د روسیې د برید له امله د تیلو د بیو لوړیدلو اغیزو تجربه کول پیل کړل.
لکه څنګه چې فدرالي ټاکنې راروانې وې، د مارچ په میاشت کې د انفلاسیون په ارقامو کې زیاتوالی او د تیلو او د کورنیو لومړنیو توکو د بیو لوړوالی پخوانی حکومت دې ته اړ کړ چې د تیلو د مالياتو کې کموالی اعلان کړي.
نو، د مارچ د 28 نیمې شپې څخه تر 28 سپتمبر پورې د تيلو د ماليې کمول به دوام ومومي او حکومت وايي دا موده نه غځوي.
د اسټراليا اقتصاد هم له فشار لاندې دی او له هر وخت ډير بوديجې کسر او حکومت قرضونو کې ډوب دی.
د اسټراليا خزانه دار جيم چلمر وايي، حکومت به د تيلو پر سر ماليې کمولو موده ونه غځوي ځکه حکومت ډير پور وړی دی.

مکوايري پوهنتون استاد لورين دي ميلو وايي، د تيلو بيو کې کموالی اصل کې يوه سياسي پريکړه وه ځکه ټاکنې نږدې وې او حکومت غوښتل د خلکو ژوند لږښت کم کړي ترڅو د هغوی رايې ترلاسه کړي.
اسټراليا کې د انفلاسيون يا نرخونو لوړوالی مخ پر زياتيدو دی او دا مهال اسټراليا کې ا نفلاسيون ۶.۱ سلنه دی چې دا به لوړيدو حال کې وي.
دا په تيرو ۲۱ کلونو کې لومړی ځل دی چې انفلاسيون پدې چټکۍ سره لوړيږي. حکومت وړاندوینه کوي چې د روان کال په پای کې انفلاسيون ۷.۷۵ سلنې لوړوالی اټکل کوي.

