نن (سه شنبه) د آسټرالیا مرکزي بانک د سود کچه 0.25 سلنه پورته کړه او لدې سره په آسټرالیا کې د سود بیه 3.1 سلنه ته رسېدلې ده.
د روان کال له مې میاشتې څخه د آسټرالیا مرکزي بانک د سود د بیې لوړول پیل کړي ترڅو په دغه هېواد کې انفلاسیون کنټرول کړي.
په مې میاشت کې د سود نرخ 0.10 سلنه وه، مګر اوس د سود کچه 3.1 سلنه ته رسېدلې ده.
د سود د کچې لوړوالی به ترټولو زیات په هغو کسانو ناوړه اغېز ولري چې مورګیج لري.

د 0.25 سلنه سود زیاتوالی پدې مانا (معنی) ده، هغه کسان چې ۵۰۰ زره له بانک څخه پوروړي دي. هغوی به په میاشت کې ۹۰۰ یا په کال کې شاوخوا ۱۰ زره زیات مورګیج ورکوي.

