په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنېټ له بندېدو سره په ټول هېواد کې انټرنټي او مخابراتي خدمات قطع شوي دي.
د انټرنټ د څار اداره، نیټ بلاکس (NetBlocks) وايي چې افغانستان له بشپړ انټرنټي بندیز سره مخ دی او ټیلیفوني خدمتونه هم ګډوډ شوي دي.
انټرنټي او مخابراتي خدمات د تېرې ورځې (دوشنبې) د ماښام له ۵ بجو راهیسې بند شوي دي.
یو شمېر ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د انټرنټي خدمتونو له بندېدو سره ځینې پروازونه هم لغوه شوي دي.
د پژواک خبري اژانس یو راپور ښيي چې د دوبۍ په هوايي ډګر کې هغه مسافر بند پاتې دي چې غواړي افغانستان ته سفر وکړي. دغه اژانس وايی چې لږ تر لږه ۸ پروازه لغوه شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې دا لومړی ځل دی چې په ټول هیواد کې انټرنټي او مخابراتي خدمات بند شوي دي.
په افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو بندېدو په آسټرالیا کې مېشت افغانان اندېښمن کړي دي.
په ملبورن کې مېشت افغان، لیاقت خان وايي چې د انټرنټي خدمتونو له بندېدو سره د کورنۍ له غړو سره اړیکه نیول ستونزمن شوي دي.
هغه د طالبانو لخوا د انترنټ بندول، د ازاديو ښکاره نقض او د بشر له حقونو سرغړونه بولي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

