شاوخوا ۲۰ کاله وړاندې د سپټمبر د یولسمې له برید وروسته امریکایي ځواکونه افغانستان ته ولاړل او د طالبانو واکمني یې ړنګه کړه. مګر په افغانستان کې له نږدې دوه لسیېزې جګړې وروسته د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د مې میاشتې په لومړی نېټه په رسمي ډول پیل شو.
تېره میاشت د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه به د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي او تر سپتمبر میاشتې پورې به ټول امریکایي سرتیرې له افغانستان څخه ووځي.
شمېرې ښيي چې اوسمهال امریکا په افغانستان کې ۳۵۰۰ او د ناټو غړي هېوادنه شاوخوا ۷۰۰۰ سرتیري لري.
په تېرې شل کلنې جکړې کې شاوخوا ۲۴۰۰ امريکايي پوځيان وژل شوي او شاوخوا ۲۰ زره نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د برون پوهنتون لخوا یوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې امریکا په افغانستان کې له دوه ټرېلیونو ډالرو ډېرې پېسې مصرف کړي.
تېره میاشت د امریکا د ولسمشر جوبایډن له اعلان وروسته، د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن هم اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۱ کال تر سپټمبر میاشتې پورې به دغه هېواد هم خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن Source: ABC Australia
آسټرالیا اوسمهال په افغانستان کې ۸۰ سرتیري لري، مګر په افغانستان کې د ماموریت پرمهال ۴۱ آسټرالیايي سرتېري وژل شوي دي.
همدا راز راپورونه ښيي چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۴۰۰ آسټرالیایي سرتیرو ځان وژنه کړې. په آسټراليا کې د پوځيانو د ځانوژنو پيښو ډيروالي انديښنې ډيرې کړي او د يادې مسلې د جدي پلټنې غوښتنه شوې ده.
د "کاسټ آف وار" پروژې په خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کېږي چې په تېرې ۲۰ کلنې جګړې کې له ملکي افغانانو وروسته تر ټولو زیات افغان ځواکونو ته اوښتی دی.
آټکل کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نږدې ۷۰ زره افغان سرتیري وژل شوي او په لسهاوو زره نور ټپیان شوي دي. مګر جګړه تر اوسه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې.
آمار ښيي چې په افغانستان کې د جګړې پرمهال د ناټو د غړو هېوادونو ۱۱۴۴ سرتیري هم په افغانستان کې وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.
د امریکايي او آسټرالیايي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته په افغانستان کې بند پاتې ژباړونو د آسټرالیا له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې.
له ۴۰ ډېرو ژباړونکو د آسټرالیا دفاع وزارت ته یو لیک استولی او غوښتنه یې کړې ترڅو د ویزو د ورکړې پروسه ګړندۍ کړي.