دا د بندو کډوالو حق کې يوه لويه پريکړه ده ځکه چې يادو توقيف ځايو کې د زرکونو په شمير کډوالو له کلونو راپيدخوا سختو کې وخت تيروي.
لومړۍ ډله کډوال به يوه اونۍ کې دننه امريکا ته ليږل کيږي.
نورو پاتې کډوالو ته ليکونه ورکړل شوي چې پکې ويل شوي چې د هغو حق کې به راتلونکو اونيو او مياشتو کې پريکړه کيږي.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ځينو کډوالو ته ويل شوي چې دوی دې تيار اوسي ترڅو له يادو کمپو څخه ويستل کيږي.
ويل کيږي چې د ۲۰۰ کډوالو د پناه غوښتنې کيس رد شوی.
يادو ۵۴ کډوالو کې سړي، ښځې او ماشومان شامله دي.
له سوډان څخه يو کډوال عبدالعزيز چې همدې کډوالو توقيف ځي کې بند دی وايي چې ملګرو يې د امريکا قبولي ترلاسه کړې.
ښاغلی وايي، کله چې ملګرو مې د امريکا قبليدو پاڼې ترلاسه کړې نو هغؤی باور نه کاوه. ښاغلی وايي چې د يادې پريکړې خوشحالی کې په همدې کمپ کې مونږ يو وړوکی جشن نيسو.
ښاغلي وويل چې ډيرو کډوالو ژړلې ځکه چې همدې کمپونو کې خپل نږدې ملګري شاته پريږدي او ډير بيا د خوشحالی ژړا کوله.
يو کډوال چې امريکا ته قبول شوی له روهنګيا مسلمان دی او جلال الدين نوميږي. ښاغلی وايي چې له مانوس ايلنډ توقيف ځي څخه امريکا ته تګ لپاره ډير خوښ دی او وايي چې امريکا يو ډير ښه هيواد دی.
د اسټراليا لومړي وزير په ټولنيزو رسنيو کې يو ويډيويي پيغام خپور کړ په کوم کې چې يې ويلي نور کډوال به له يادو توقيف ځايو کې په راتلونکو مياشتو کې طی مراحل شي او قبولي به ترلاسه کړي.
د ښاغلي په وينا امريکايي چارواکي د کډوالو معلومولو سخت چک او پلټنه کوي.
بله خوا د يو بل خبر له مخه په مانوس ايلنډ کې کډوالو ته ويل شوي چې خپل سامان دې ټول کړي او تيار دې اوسي ځکه چې دوی پاپو نيو ګيني هيوادو East Lorengue Transit Centre ته وړي.
يو ايرنی کډوال او ژورناليست بهروز بوچاني وايي چې په ياد کمپ کې همدا ۶۰۰ کډوال پدې فکر دي چې که دوی لدې کمپ څخه نږدې بلې سيمې ته انتقال شي نو د امنيت احساس نه کوي.

ښاغلی وايي چې مونږ ياد کمپ کې هم ښه خبر ترلاسه کړ چې ځيني کډوال امريکا ته استول کيږي ولې بد خبر دادی چې پاتې کډوال له ياد کمپ څخه ويستل کيږي او بل ځي ته ليږدول کيږي چې دا يو بد خبر دی او خپل کډوال ډير فشار لاندې دي.
يادو توقيف ځايو کې د ۲۰۰ کډوالو کيسونه رد شوي او د اسټراليا حکومت په وينا ۱۰۰ کډوال دې ته تيار شوي چې خپل په خوښه خپلو هيوادو ته ستانه شي.
پاتې ۱۰۰ کډوال چې کيسونه يې رد شوې او نه غواړي خپل په خوښه بيرته خپلو هيوادو ته ستانه شي په هغو کې دير شمير د ايرانيانو دی.
دا کسان بيا دايمي توقيف يا بند سره مخ کيږي ځکه چې نړيوالو قوانينو له مخه اسټراليايي حکومت نشي کولی دوی په زوره خپلو هيوادو ته واستوي.

