د کريکټ شل اوريز نړيوال اوکتوبر مياشت کې هند پر ځای په عربي هيوادونو کې پر مخ اچول کيږي

د کريکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د کريکټ نړيوال جام به سږ کال اوکتبور مياشت څخه تر نوموبر مياشت پورې پر مخ اچول کيږي او ياد جام به له هند څخه عربي هيوادونو ته ليږدول کيږي.

ICC T20 World Cup

Australia wins the ICC T20 World Cup 2021. Source: Getty Images

کرونا ويروس له امله د کريکټ نړيوال جام ځنډيدل او بيا هند کې د کرونا ويروس پر وړاندي د حکومت سخت تدابير د کرکټ نړيواله شورا اړ کړه ترڅو ياد جام په بل هيواد کې ترسره کړي.

د سه شنبې په ورځ د جون مياشت پر ۲۹ نيټه د کريکټ نړيوالې شورا اعلان وکړ چې د کريکټ راتلونکی ۲۰ اوريز جام به په عرب اماراتو او عمان هيوادونو کې پر مخ اچول کيږي.

دا پريکړه له هغه وروسته وشوه چې هند کې کرونا ويروس له وجې رامينځته شوي حالت له وجې دا ډاډ نشي ترلاسه کيدلی چې ايا د کريکټ نړيوال جام به ياد هيواد کې پر وخت ترسره شي او که نه.

په پام کې وه چې ۲۰۲۰ کال کې شل اوريز نړيوال جام اسټراليا کې ترسره شي ولې کويډ-۱۹ له امله ۲۰۲۰ کال کې نړيوال جام ترسره نشو او دوه کاله وروسته به اسټراليا په۲۰۲۲ د ياد نړيوال جام کوربه توب وکړي.

نور جزيات وروسته وړاندې کيږي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now