اسټراليا کې زرګونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي ولې پدې برخو کې اوس هم خلک په کار ګمارل کيږي

اسټراليا کې د ميلمه پالنې کاروبانو له ستر تاوان سره مخ دي ولې بله خوا، سوپر مارکيټونه، د مشتريانو خدمتو څانګې او کورونو ته خوړو رسونې برخو کې کار دوه برابره شوی.

Food delivery rider Juan Pablo De-Loera

Food delivery rider Juan Pablo De-Loera says he has been receiving more orders in recent days. Source: SBS News

اسټراليا کې فدرال او ايالتونه حکومتونه د کرونا ويروس خپريدو مخنيوي تدابيرو زرګونه اسټراليايان بې کاره کړي او ورځ تر بلې خلک خپلې دندې له لاس ورکوي.

د اسټراليا فدرال خزانه وړاندوينه کوي له ميليون ډير اسټراليايان بې خپل کارونه له لاسه ورکوي او حکومتي مرستو پيسو ته مخه کوي.

اسټراليا کې د بې کارۍ کچه ۱۱ سلنې ته لوړيږي او ځيني  خو اټکل کوي چې د بې کاره کسانو شمير به لدې هم ډير لوړ شي.

اسټراليا کې په روان بحراني حالت کې ځيني کاروبارونه تړل کيږي ولې بيا ځيني نور وده کې دي او نوي کسان په کارونو ګماري.

د خوړو کاروبارونه او لوی سوپر مارکيټونه څو برابره يې فعاليت او ګټه ډيره شوې.

 ولورتس سوپر مارکيټ اعلان وکړ چې نږدې راتلونکې کې ۲۰،۰۰۰ نوي کاريګر په کارونو ګماري.

د خوړو کاروبارونه له حده ډير بوخت او ځيني وايي، داسې احساس کوي لکه چې هره ورځ د اسټراليا د نفوس دوه برابره کسانو ته خواړه او د کارونې توکي برابروي.
Supermarket giant Woolworths is looking to hire 20,000 people.
Supermarket giant Woolworths is looking to hire 20,000 people. Source: AAP
د ولورتس سوپرمارکيټونو مشر وايي، اوسني سختو شرايطو کې ټولو صنعتي برخو ته پکار ده ترڅو مهم رول ولوبوي او اسټراليايان په کار کې وساتي.

ولورتس به نوي کاريګر دکانو کې او هم کورونو ته د توکو ليږد برخو کې په کارونو وګماري.

سينټرلينک ۵۰۰۰ نوي کاريګر په کارونو ګماري او بله خوا ډومينوز پيزه هم ۲۰۰۰ نوي کسان د پيزې کورونو ته وړلو لپاره په کارونو ګماري.

هغه کاروبارونه کوم کې چې تاسې کار موندلی شئ.

اقتصاد پوه کالوم پيکيرينګ وايي، د کرونا ويروس له امله ځينې برخې زيانمنې شوي ولې بيا ځينو برخو کې کارونه ډير شوي.

اسټراليا کې د روغتيا برخه کې کارونه ډير شوي او لدې سره تړلي ډيرې برخې دي کوم چې ډيرو ګاريګرو ته اړتيا لري.

 د توکو ليږد برخه يا ډيليويري برخو کې اوس ډير کار دی. ګودامونو کې کارونه ډير شوي او هم د توکو پنډ کوونکو يا پاکرز لپاره هم ډير کارونه رامينځته شوي.

اسټراليا کې د صفايي يا کلينينګ برخو کې هم کارونه ډير شوي او
LinkedIn Australia post
A post by LinkedIn Australia, on the 26th of March 2020, about the jobs being recruited for at the moment. Source: LinkedIn
اوس اسټراليايان په رستورانتو کې خواړه نشي خوړلی نو ځکه خواړه کورونو ته غواړي او د خوړو وړلو کمپنيو کار دوه برابره شوی.

د خواړو وړلو کمپنيو کار کوونکي وايي، حال داچې دوی ويره لري چې پر کرونا ويروس مبتلا نشي ولې بله لار نه لري او کار يې څو برابره ډير شوی.
د زده کړې برخو کې هم کارونه ډير شوي ځکه اوس ډير والدين خپل ماشومان په کورونو کې ساتي او د هغوی زده کړې لپاره ځينو ښوونکو ته اړتيا وي ترڅو ماشومانو ته کورونو کې زده کړه ورکړي.

ځيني نور بيا ماشومانو ساتلو لپاره خلک په کارونو ګماري ترڅو يې کورونو کې پالنه وکړي، ډيري خلک اوس نه غواړي ترڅو ماشومان يې له نيکه يا نيا سره اوسي، ځکه دا ويره شته چې ماشومان هغوی ته ويروس ونه ليږدوي.

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Lin Evlin, Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې زرګونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي ولې پدې برخو کې اوس هم خلک په کار ګمارل کيږي | SBS Pashto