څنګه ډنمارک د "خوشحالۍ" په نړیواله درجه‌ بندۍ کې مخکښ هېواد پاتې شوی؟

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د یوه خوښ هیواد په توګه د ډنمارک د بریالیتوب لامل، په کم عمر کې ماشومانو ته د شفقت، خواخوږۍ او انساني اړیکو زده کړه ده.

Teenage girl in school class, hand raised

Denmark has been ranked among the 'happiest' countries in the world for more than a decade. Source: Getty / Solskin

په ډنمارک کې د خواخوږۍ او همدردۍ په شان ځانګړنې زده کول او عملي کول د کال په اوږدو کې یو دوامداره مهارت ګڼل کېږي.

له ۱۹۹۳ کال راهیسې، د ډنمارک د ښوونیز نصاب په چوکاټ کې ټول زده ‌کوونکي چې عمرونه یې له ۶ تر ۱۶ کلونو پورې وي، د ټولنیزو او عاطفي مهارتونو زده کړه کوي.

جېسیکا جویل الېکسانډرچې د روزنې کارپوهه او کلتوري څېړونکې ده او د ډنمارک روزنیز سبک په برخه کې ځانګړی تخصص لري، وايي:

"ډنمارکیان باور لري چې که څوک ښه احساس ونه لري، ښه زده کړه هم نه شي کولی."

"دلته دا باور هم قوي دی چې زموږ هوساینه د دې احساس سره ډېره تړلې ده چې موږ څومره د یوې ډلې برخه ځان بولو او له نورو سره څنګه جوړ راځو."

ټولګيو ته د ماشومانو د ودې لپاره د مهمو بنسټونو په توګه کتل کېږي ځکه ماشومانو ته داسې مهارتونه ور زده کوي لکه عاطفي ځیرکتیا، د ستونزو پر وړاندې مقاومت، همکاري او فعاله اورېدنه.

د ډنمارک د وړکتون ښوونکې نانا هامر هم له همدې سیستم سره لویه شوې ده. نوموړې وايي:

"موږ به ښايي نږدې یو نیم ساعت ناست وو او په دې به مو خبرې کولې چې په ټولګي کې څه روان دي، اړیکې څنګه دي، کوم کار تا ته څه احساس درکوي؟ ایا له کوم څه سره دې ستونزه لرله؟ ایا تا ته داسې ښکاري چې ځورونه شته؟"

نانا هامر چې اوس په سېډني کې په یوه وړکتون کې تدریس کوي وايي په ډېر جدیت غواړي دا مهارتونه راتلونکو ماشومانو ته هم انتقال کړي.

ځینې څېړنې دا هم ښيي چې د همدردۍ د زده کړې دغه ډنمارکی میتود له لوړې عاطفي پیاوړتیا، ټولنیزې نښلونې او حتی له ښو تعلیمي پایلو سره تړاو لرلی شي.

د شمالي اروپا هېوادونو د خوشالۍ مخکښان

د نړۍ د خوښۍ راپور له مخې، د شمالي اروپا هېوادونه یو ځل بیا د خوښۍ په درجه ‌بندۍ کې مخکښ دي. فنلنډ، ډنمارک، ایسلنډ او سویډن د لومړیو څلورو ځایونو په کتار کې راغلي دي.

په اسټرالیا کې چې په راپور کې ۱۱م مقام لري په سلګونو ښوونځیو کې د اخلاقو ټولګي (ethics classes) ترسره کېږي، او دا پروګرامونه د روزل شویو داوطلبانو له خوا په بې‌طرفه ډول مخته وړل کېږي.

فېزا تونچایچې داوطلبه ښوونکې ده. هغه وايي زده‌ کوونکي ډېر وخت داسې مهارتونه زده کوي لکه: انتقادي فکر کول او ګډ فکر کوم، ځکه دوی د ځان لپاره فکر کوي، خو دا کار له نورو زده‌ کوونکو سره یو ځای ترسره کوي.

هغې وویل: "زده‌کوونکي دا درکوي چې نظرونه بېلابېل وي، شالیدونه بېلابېل وي، او زده کوي چې څنګه په درناوي سره بحث وکړي یا که اختلاف هم وي، په احترام سره اختلاف وکړي."

له عمر سره سم د مختلفو سناریوګانو په کارولو سره، زده‌کوونکي هڅول کېږي چې د خپلو غبرګونونو او دریځونو په اړه خبرې وکړي.

تونچای وايي: "موضوعات لکه همدردي او انصاف شته؛ موږ دا هم بحث لاندې نیسو چې ایا دروغ کله هم سم کېدای شي؟ د ځان ستاینه، او شریکول هم تمرینوو."

"په لویو عمرونو کې بیا د ژر قضاوت کولو، رایې ورکولواو حتی د AI په اړه خبرې کوو، او دا هم چې له AI سره څنګه تعامل وشي."

د ډنمارک د سیستم په څېر، دا پروګرام هم د راتلونکې نسل ملاتړ کوي څو په پای کې خواخوږي او همدرد زیاته شي.


شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Jennifer Scherer

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now