د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن او مشر ډاکټر خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، لدې وروسته اسټراليا کې غوندې يا يوځای کې راټوليدل د دوو کسانو ترمينځ محدودې شوې، يعنې يو ځای کې له دوو کسانو ډير په يو وخت کې نشي راټوليدلی.
دا تدابير د کرونا ويروس چټکۍ سره خپريدو مخنيوي لپاره پر مخ اچول کيږي.
د يادونې ده چې دا تدابير، کورونو او هم زده کړو مرکزو باندې نه عملي کيږي.
سکيټ پارکونه او عامه پارکونه د خلکو پر مخ تړل کيږي.
له سبا وروسته به عامه پارکونه، بهر سپورتي ځايونه او د سکيټ پارکونه تړل کيږي
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نن شپې د کابينې ناستې وروسته دا نوي تدابير اعلان کړ.
له اسټراليايانو غوښتل شوي ترڅو يواځې ضروري کارونو لپاره دې له خپلو کورونو بهر شي.
لومړي وزير وويل، زه غوښتنه کووم چې يواځې ضروري توکو پلورنې، روغتيايي اړتياوو، ورزش کول هغه هم دوو کسانو پورې محدوده او هم کار لپاره له کوره بهر ووځئ.
هغه کسان د کومو عمرونه چې له ۷۰ ډير دي له هغوی جدي غوښتل شوي ترڅو دې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي.
دا غوښتنه جبري نده بلکې له زړو کسانو جدي غوښتل کيږي ترڅو دې خپلو کورونو کې اوسي.
د اسټراليا لومړی وزير وايي، د دوو کسانو راټوليدو محدوديت به ايالتي حکومتونه پلي کوي او ښه به دا وي چې خپلې اړيکې يواځې کور وګړو پورې محدودې وساتئ.
که له نوو محدوديتونو څخه سر غړونه وکړئ نو ځای پر ځای تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې جريمه کيږئ.
تاسې حتی نشئ کولی چې ساپينګ سينټر يا لويو سوپر مارکيټونو ته هم له دوو کسانو څخه ډير شمير کې لاړ شئ.
کرايه ورکوونکي له کوره نشي ويستل کيدلی
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن دا هم وويل، چې ټول ايالتي او سيمه ايز حکومتونه به دا يقيني کړي ترڅو د کورونو يا نورو ځايو کرايه کوونکي مالي ستونزو له وجې شپږو مياشتو لپاره ونه ايستل شي.
لومړي وزير وويل، د ملکيتونو مالکان دې خپلو کرايه ورکوونکو سره جوړ جاړی وکړي او ۶ مياشتو لپاره نشي کولی ترڅو هغوی له کورونو وباسي.
اسټراليا کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې ۳۸۷۳ تنو ته ورسيدې او تر دې دمه ۱۶ کسان ياد ويروس وژلي.

اسکات موریسن، نخستوزیر آسترالیا و برندن مورفی، مدیر ارشد صحی Source: AAP