پريانکا چې دا يې اصلي نوم ندی يوه ۱۹ کلنه زده کوونکی ده چې له بهر څخه اسټراليا ته زده کړې لپاره راغلې.
اغلې ملبورن ښار کې په يوه کور کې يوه کوټه له بل شخص سره په ګډه کرايه کړې، او د کوټې بستر له بل چا سره شريکوي.
د ورځې لخوا د هغې بستر يو بل شخص کاروي او بيا شپې لخوا يې پريانکا کاروي.
د بستر شريک يې د لارۍ چلوونکی دی چې شپې لخوا کار کوي.
اسټراليا کې دې جوړجاړي يا عمل ته hot-bedding وايي.
دا دوه کسان له هند څخه زده کړې لپاره اسټراليا ته راغلي، د کوټې مياشتي کرايه يې ۵۵۰ ډالر ده او په کور کې د نورو کوټو اوسيدونکي هم لارۍ ډريوران دي.
اغلې وايي، “اسټراليا ته راتګ سره ما هيڅکله داسې سوچ نه کاوه چې دا حالت تجربه کړم، د ورځني ژوند لږښت ډير لوړ دی او ماته راتګ څخه مخکې زما اجنټ دې په اړه نه و ويلي.“
The bed Priyanka shares. Source: Supplied / 'Priyanka'
اسټرالیا کې د ژوند لګښت ، چې د مصرف کونکي نرخ شاخص لخوا میاشتنۍ اندازه کیږي ، د ۲۰۲۳ کال می پورې په ۱۲ میاشتو کې ۵.۶ سلنه ډير شوی.د تیر کال په پرتله په ملي کچه کرایه ۶.۳ سلنه لوړه شوې ده.
په میلبورن کې، په منځنۍ ساحه کې د دوه کوټې، 85 مربع متره اپارتمان لپاره د اونۍ منځنۍ کرایه ۴۲۰ ډالر ده، ولې بيا د سیډني اوسیدونکي همداسې يو اپارتمان ته ۵۷۸ ډالر کرايه ورکوي چې دا ۳۶ سلنه ډيروالی ښايي.
پریانکا وايي، د کرایې تر څنګ د خوراکي توکو او ټرانسپورټ لګښتونو د پوره کولو لپاره هم له ستونزو سره مخ ده.
پريانکا لپاره هغه بستر چې هغه د بل کرایه کونکي سره شریکوي د اونۍ پای ورځو يا رخصتۍ کې بيا شتون نلري.
"کله چې هغه موټر نه چلوي، ځکه چې دا د هلکانو کور دی، زه ګراج ته ځم، هلته د توشک لپاره یو کوچنی ځای دی او زه هلته ویده کیږم."
په پیل کې، پریانکا د میلبورن په پوهنتون کې د بشپړ وخت نرسینګ درجې زده کړې کولی او د هغې ترڅنګ يې په يو ګودام کې کار کوو، ولې مارچ مياشت څخه له هغه کاره شړل شوې ځکه د اسټراليا حکومت د بهرنيو زده کوونکو کاري ساعتونه محدود کړل.
اغلې وايي، اقتصادي ستونزو له امله يې زده کړې ندي بشپړې کړي.
Priyanka says she struggles to pay rent. Source: SBS / Scott Cardwell
هغه په راتلونکو اونیو کې پلان لري ترڅو زده کړه بيا پيل کړي او د هغې ترڅنګ کار واخلي، مګر د جولای مياشت لومړی نيټې څخه بهرني زده کوونکي کولی شي يوازې په اونۍ کې ۲۴ ساعتونو لپاره کار وکړي.د پخواني حکومت پر مهال، نړیوالو محصلینو ته د زده کړې پر مهال په هره اونۍ کې تر ۴۰ ساعتونو پورې ساعتونه ورکول کيدل ځکه دا ساعتونه د کوويډ-۱۹ له امله رامينځته شوی کاري تشې ډکولو لپاره ساعتونه ډير شوي ول.
دا ډيريښت لنډمهاله وو او د جولای ۱ نيټې څخه دا بيرته پخواني حالت ته يعنې په اونۍ کې ۲۴ ساعتونو ته راټيټيږي.
محدودیت ورکړل شوی و، خو د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر مهال د کاري ځواک کمبود ته د رسیدو لپاره دا کیپونه په موقتي ډول لیرې شول.
د اسټراليا د کورنيو چارو وزيرې کلير اونيل د ياد بدلون اعلان پر مهال وويل، اسټراليا ته زده کوونکي زده کړې لپاره راځي، او ټاکل شوي ساعتونه زده کړې او کار کول دواړو لپاره مناست دي.
روان کال اسټراليا کې زده کړې لپاره ۶۰۰،۰۰۰ بهرني زده کوونکي راغلي چې له هغو څخه ۹۰،۰۰۰ يې يوازې له هند څخه دي.
د روان کال جولای مياشت وروسته تمه کيږي زرګونه نور زده کوونکي اسټراليا ته زده کړې لپاره راشي.