۲۴ کاله وروسته پاکستان ته رسيدو سره د اسټراليا کريکټ لوبغاړي ته د مرګ ګواښ شوی

د اسټراليا کريکټ لوبډله له ۲۴ کلونو وروسته او له سختيو امنيتي تدابيرو سره پاکستان ته ورسيده او د ياد هيواد بيلابيلو ښارونو ک به د ټيسټ او يو ورځنی لوبې ترسره کړي.

Australia vs Pakistan T20

Pakistan's captain Shahid Afridi (L) looks on as he stumped by Australia's wicket keeper Peter Nevill during the Australia-Pakistan World T20 cricket match. Source: Getty Images

پاکستان د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چې د کريکټ ډير مينه وال لري او هم په کريکټ نړيوالې شورا کې مهم ځای لري.

د اسټراليا کريکټ لوبډله دا مهال پاکستان کې ده او له سختو امنيتي تدابيرو سره د پاکستان کرکټ لوبډلې سره د ځينو لوبو ترسره کولو پلان لري.

په کال ۲۰۰۹ کې کله چې د سريلانکا کريکټ ملي لوبډله د پاکستان په سفر وه د اورپکو لخوا تر بريد لاندې راغله او ۱۲ وسله والو په لاهور ښار کې د سريلانکا لوبغاړو پر بس بريد وکړ.

پاکستان کې له ډير ځند وروسته دا لومړی ځل دی چې يوه بهرنۍ کريکټ لوبډله ياد هيواد ته سفر کوي او هلته لوبې ترسره کوي.

د اسټراليا الراونډر اشټون اګر مېرمنې ته يو انلاين ګواښ د حکومتي امنيتي ادارو له خوا څېړل کيږي.

اشټون دا مهال پاکستان کې دی او بيا ميرمن میډیلین اګر ته په انسټاګرام کې یو ځورونکی پیغام لیږلی شوی.

په ياد پيغام کې پاکستان ته تللي اسټراليايي لوبغاړي اشټون ژوند خطر کې ښودل شوی او د هغه خونديتوب خبرداری ورکړی.

د اسټرالیا لوبډله د یکشنبې په ورځ راولپنډۍ ته ورسیده چې د سیریز لومړۍ ټیسټ لوبه به د جمعې په ورځ پیل شي.

داسې ویل کیږي چې دا پیغام د جعلي اکاونټ څخه لیږل شوی و، چې غالبا د پاکستان څخه بهر د چا لخوا لیږل شوی، او چارواکي باور نه کوي چې دا یو باوري ګواښ دی.

په پیغام کې خبرداری ورکړل شوی چې د اشتون ژوند به په پاکستان کې له خطر سره مخ وي او د نومړي جوړه ماشومانو ته یې هم ګواښونه کړي چې اصل کې اشټون جوړه ماشومان نه لري.

د کرېکټ اسټرالیا په یوه بیان کې راغلي، "کرېکټ اسټرالیا د ټولنیزو رسنیو له یوه پوسټ څخه خبر دی، چې نوعیت او منځپانګه یې د PCB، CA او ګډو حکومتي امنیتي ادارو لخوا څېړل شوې ده."

"د دې ډول ټولنیزو رسنیو فعالیت لپاره پراخ امنیتي پلانونه شتون لري، کوم چې پدې حالت کې، خطر نه ګڼل کیږي.

PAK VS AUS Cricket tour
The Pakistan Cricket Board (PCB) and Cricket Australia (CA) announced a revised itinerary for the Australia men’s cricket team’s tour of Pakistan. Source: PCB

په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سریلانکا د لوبډلې پر بس د ترهګرو له خوا تر برید وروسته له یوې لسیزې راهیسې په پاکستان کې نړیوال کرکټ نه دی ترسره شوی.

CA د دې سفر لپاره جدي احتیاطي تدابیر نیولي دي، د هوټل څخه بهر چيرې چې اسټراليايي لوبغاړي ديره دي د محافظت لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي.

د پاکستان او اسټراليا ترمينځ د ټيسټ لومړی لوبه په راولپنډي کې د جمعې په ورځ ترسره کيږي.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now