Breaking

فرانسه کې پر يوې کليسا بريد کې له يوې ښځې سر پرې شوی او دوه نور وژل شوي

د فرانسه په نيس ښار کې پر يوې کليسا بريد کې د له يوې ښځې سر پرې شوی، ولې تر اوسه د بريدګر موخه نده څرګنده شوې. د ياد ښار ښاروال ياد بريد ترهګريز ياد کړی.

Una brasileña entre los tres muertos del ataque de Niza, en Francia.

Una brasileña entre los tres muertos del ataque de Niza, en Francia. Source: AFP

فرانسه کې يو کس له چاړه سره پر کليسا بريد کړی په بريد کې له يوې ښځې سر پرې شوی او دوه نور کسان وژل شوي.

د فرانسې نيس ښار کې پوليسو د يادې پيښې پخلی کړی او بله خوا د ياد ښار ښاروال بيا بريد ترهګريز بولي.

ښاروال کريستين ايستروسي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي، نوتري ډيم کليسا دننه او يا شاوخوا له چاړه سره پر خلکو بريد شوی او پوليسو بريدګر نيولی.

ښاغلي خبريالانو سره خبرو پر مهال وويل، بريدګر د پوليسو لخوا نيول کيدو وخت کې الله اکبر نارې وهلې.

ښاغلي وويل، د پيښې ځای د فرانسې ولسمشر ايمانيول ماکرون رارسيدو حال کې دی.

پوليسو وويل، درې کسان د پيښې ځای کې مړه شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي.

پوليسو د يوې ميرمنې سر پرې کولو خبر تائيد کړی.

پوليس د بريد ځای د خلکو تګ راتګ لپاره تړلی او د پيښې پلټنه روانه ده.
French members of the elite tactical police unit RAID enter to search the Basilica of Notre-Dame de Nice after the knife attack.
French members of the elite tactical police unit RAID enter to search the Basilica of Notre-Dame de Nice after the knife attack. Source: AFP
د روانې مياشت پيل کې يو ترهګر هغه وخت د يو ښوونکي سر پرې کړ کله چې نوموړي خپل ټولګي کې زده کوونکو ته د اسلام پيغمبر کارتون وښود.

بريدګر ويلي ول چې ياد ښوونکي سر يې د حضرت محمد ص کارتون ښودلو له وجې برې کړی.

د نن ورځ بريد داسې مهال وشو، چې فرانسې ګڼو ودانيو او هم چاپي رسنيو کې د محمد ص کارتون نندارې ته وړاندې شو کوم چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو کلک غبرګون راوپاروه.

مسلمانان وايي، د فرانسې ولسمشر د اسلام ضد اجينډا مخې ته وړي.

څه موده وړاندې د فرانسې ولسمشر اسلام ضد څرګندونې وکړې او فرانسه يې يوه بې مذهبه هيواد ياد کړ.


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AFP, Reuters, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service